لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانيان بهر هېوادونو ته د ښه راتلونکي په تکل کې د مرګ سره لوبې کوي


نديم د سمندر نه په محتاط پيغام کې چې د غير قانوني ايميګريشن کونکو د پاره د قاچاقبرانو لخوا ښودل شوي د سختو حالاتو بيانول په پسته ژبه کوي ويلي وو چې “سمندر خاموشه دی. څه مشکل نشته او لا د لوبې برخه يم”. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارات د هغه د مرګ پخلی دوه اوونۍ وروستو کړی دی
نديم د سمندر نه په محتاط پيغام کې چې د غير قانوني ايميګريشن کونکو د پاره د قاچاقبرانو لخوا ښودل شوي د سختو حالاتو بيانول په پسته ژبه کوي ويلي وو چې “سمندر خاموشه دی. څه مشکل نشته او لا د لوبې برخه يم”. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارات د هغه د مرګ پخلی دوه اوونۍ وروستو کړی دی

خراب اقتصاد پاکستانيان دې ته اړباسلي چې خطرناکې غيرقانوني لارې خپلې کړي او يورپ ته ځان ورسوي.

کله چې د پنجاب د ګجرات ضلعې محمد نديم د کوره وتلو نو مور ته يې ويل دعا کوه چې يورپ ته سفر يې په خير سر ته ورسي او چې ترڅو يې مور اعتراض پورته کولو نو دی لاړو غيب شو.

د ده سره د کيښتۍ په سفر کې هم د يادې ضلعې بل تن علي حسنين و چې خپلوان يې وايي د سفر د پاره يې نوې جامې جوړې کړې وې. دوی يو بل د مخکې نه نه پېژندل خو د ښه راتلونکي په تلاش کې د انساني قاچاقبرانو سره په دې اوږد سمندري سفر کې اشنا شول.

دوی دواړه د لېبيا نه په کيښتۍ کې سواره شول او د بحیره روم سمندر د اوبو سره يې وګالل خو د براعظم يورپ په درشل د کيښتۍ په ماتېدو په سمندر کې ډوب شول او مړه شول. دا يورپ ته د تلو ډېره خطرناکه لار ده.

د محمد نديم مور کوثر بي بي وايي “زه دا غم نه شم زغملی. ما چې کله دا خبر واورېد نو لکه چې اسمان مې په سر راپرېوت”. د نديم ښځې په بله کوټه کې وير کولو.

د پاکستان اقتصاد په ښکته روان دی چې غټې وجې يې د لسيزو راهسې روانې بې انتظامۍ او سياسي اړی ګړی دی. د ډالرو پانګې يې ختمې دي او ورځ تر بله زياتېدونکې ګرانۍ يې ډېرې کارخانې بندې کړي دي.

څلوېښت کلن نديم د دوبۍ، مصر او لېبيا د سفر نه وړاندې به د فرنيچر په دوکان کې د ورځې د 1000 روپو دياړي کوله چې خپله ښځه او درې ځامن پرې وساتي.

د هغه شل کلن ورور محمد عثمان وايي “زه خوشحاله وم چې هغه د خپلو بچو د ښه راتلونکي د پاره بهر ځي”. د ايجنټ سره د 2.2 ميلين روپو د سودا کولو وروستو چې په قرض يې اخستلې وې نديم خپل يو ملګري ته ويلي وو هغه باوري دی چې سفر به يې څه مشکل ونه لري.

نديم د سمندر نه په محتاط پيغام کې چې د غير قانوني ايميګريشن کونکو د پاره د قاچاقبرانو لخوا ښودل شوي د سختو حالاتو بيانول په پسته ژبه کوي ويلي وو چې “سمندر خاموشه دی. څه مشکل نشته او لا د لوبې برخه يم”. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارات د هغه د مرګ پخلی دوه اوونۍ وروستو کړی دی.

د دوه ويشت کلن حسنين کورنۍ د هغه شکل د يو چاپ شوي تصوير نه پېژندلی و چې لا يې په سرکاري توګه د مرګ تصديق نه و شوی.

د حسنين 72 کلن نيکه محمد عنايت په غريو او سلګو کې وايي “مونږ باوري وو چې دلته ژوند کول ګران دی نو په دې خيال مو ولېږلو”.

د ګجرات خلک يورپ ته د تللو زوړ تاريخ لري کله چې برتانيه په ياده ضلع کې په کال 1960 کې د بجلۍ جوړولو بند جوړ کړلو او له سوبه يې 100,000 خلک بې کوره شول نو په قانوني د مزدورۍ د پاره برتانيا ته وغوښتل شول.

خو د 9/11 د ترهګرو پېښو وروستو غربي نړۍ د څار لارې ډېرې او د کډوالو ورتګ محدود کړو نو ځکه خو د انساني قاچاق کونکو غوا لنګه شوه. نن د ګجرات ښار او خوا و شا د قاچاق د ايجنټانو مرکز دی چې خلک په مزکه، سمندري او هوايي لارو اوباسي.

په يوه ويډيو کې چې ممکن د کيښتۍ د چلونکو لخوا خوره شوې وي کې ښودل کيږي نديم او حسنين په يو کمبل کې پټ دي او د نورو ايشيايي هم سفرانو سره په کيښتنې کې ناست دي.

د شا نه ورته يو اواز راځي چې وايي “مونږ تاسو په يو وړوکي جهاز کې لېږو تاسو پخپله خوښه ځئ او که څوک هم په زور نه لېږي؟ نو په ځواب کې ورته وويل شي “مونږ څوک په زور نه ليږي”.

د نديم ورور وايي د قاچاق ايجنټان د پاکستان د حالاتو نه ګټه پورته کوي خو د ګجرات يو ايجنټ د نوم نه ښودلو په شرط وويل “دا يو مثبت اړخ لري. دوی مونږ ته د خپلو ارمانونو سر ته د رسولو د پاره پخپله خوښه راځي او مونږ يې د خپله وسه د پوره کولو پوره کوښښ کوو خو په دې کې دا خطر خو وي”.

یادونه: دا خبر د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG