لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند د سلامتي کونسل غړو له د پاکستان په ضد د ترهګرو د مرستې دستاوېزات ورکړي دي


هندوستان د نومبر په 23 مه نیټه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غړو له دستاوېزات ورکړي چې وايي تیره اونۍ د هند د ولقې لاندې په کشمیر کې د پاکستان لخوا وسله والو حمله کړېده. پاکستان د هند دعوا رد کړېده.

د هند حکومت وايي د جیش محمد نومې وسله واله ډلې څلور ترهګر د هندي کشمیر سمبا علاقې ته ورننوتي وو.

درنه وسله په لاسو وسله والو سره د پاکستان جوړ ریډیو سيټونه، موبایل فونونه، خوراک او دوایانې وې.

د هند حکومت وايي دا کسان په یو ټرک کې روان وو او چې د ناګروټا په امنیتي پاټک تېریدل نو ډزې یې شورو کړلې او په جوابي ډزو کې څلور واړه ووژل شول.

پاکستان د هند دا تورونه رد کړي او وايي هند په کشمیر کې په اولس د روان جبر نه د پام اړولو کوښښ کوي.

د هند حکومتي زریعو ویلي دي د باندینو چارو سیکتر هارش شرینګلا د زوړ رقیب هیواد پاکستان په ضد سفارتي ګامونه پورته کړي او د تازه حملو نه یې د پاکستان د دوست هیواد چین نه پرته، امریکا، برتانیه، فرانس او روس خبر کړي دي.

د چارواکو تر مخه د هند سیکتر دغه هیوادونو له داسې دستاوېزات ورکړي چې د حمله کونکو په حقله دا درک لګي چې د دويي تعلق د پاکستان سره ؤ.

هند وايي پاکستان د داسې وسله والو کمک کوي چې په هند کې ترهګري کوي، پاکستان تل دغه تورونه رد کړي.

ایټمي وسله لرونکي رقیبو او ګاونډي هیوادونو تر منځ دوه ځله د کشمیر په سر جګړه شوې.

XS
SM
MD
LG