لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان به افغانستان ته عسکري او ترقیاتي امداد ورکوي


د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني په نوي دلي کې د خپل هندي هم منصب شسما سوراج سره لیده کاته وکړل
د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني په نوي دلي کې د خپل هندي هم منصب شسما سوراج سره لیده کاته وکړل

د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني په نوي دلي کې د خپل هندي هم منصب شسما سوراج سره لیده کاته وکړل او د ملاقات ورسته هندي خارجه وزیرې وویل دواړه هیوادونه د هغه ترهگرو خلاف متحد دي چې د افغانستان او د هندوستان د سرحدونو څخه بهر میشته دي خو دواړو هیوادونو ته مشکلات راولاړوي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د خارجه وزیرانو د ملاقات ورسته، مشترکه اعلانیه کې وویل شو چې هندوستان به افغانستان ته پوځي امداد ور کوي او په جنگ ځپلي هیواد کې به د ترقۍ نورې منصوبې سر ته رسوي.

افغانستان سره د هندوستان د مرستو زیاتولو اعلان په داسې حال کې شوی دی چې تیره میاشت د افغانستان دپاره د خپل حکومت نوي تگ لاره د اعلانولو په وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په هندوستان غږ وکړو چې افغانستان سره دې د مرستې زیاتې کړي او په افغانستان کې د امن دپاره دې خپل کردار نور گړندی کړي.

هندوستان د ډیر وخت راهسې افغانستان سره اقتصادي امداد کوي او د افغانستان پوځي افسرنو ته تربیه هم روکوي خو افغانستان سره یې د عسکري کومک په مد کې تر وسه د احتیاط نه کار اخیستی دی. پاکستان په افغانستان د هندوستان د زیاتیدونکي کردار په اړه تشویش لري.

بلخوا، افغانستان او هندوستان دواړه دا خبره کوي چې په پاکستان کې میشته وسله وال د امنیت مشکلات راپیدا کوي.

"مونږ د هغه وسله والو خلاف متحد یو چې د سرحد پورې پټن ځایونه او پناه ځایونه لري او د دواړو هیوادونو دپاره مشکلات راپیدا کوي،" شسما سوراج وویل.

که څه هم افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني وویل چې افغانستان او هندوستان دا وخت د بل هر کوم وخت نه تر ټول زیات نژدې دي، خو هغه دا خبره واضحه کړه چې هندوستان سره د افغانستان ملگرتیا د بل کوم هیواد په تاوان نه ده.

صلاح الدین رباني وویل "زمونږ په خارجه تگ لاره کې هیڅ کله هم ددې منتق ځای نه دی موندی. د نورو برعکس، افغانستان دا کوښښ نه دی کړی چې خپل امنیت د بل په بې امنۍ کې ولټوي.

میرمن سوراج او ښاغلي رباني د دواړ هیوادونو ترمنځ د امنیت په مد کې همکارۍ ته د وده ورکولو، د نشۍ توکو د قاچاک د مخنیوي او په نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

شسما سوراج وویل هندوستان به په افغانستان کې ١١٦ داسې نوي منصوبې سر ت ته رسوي چې هدف يې سماجي او اقتصادي او د بنیادي اسانتیاو پرمختگ دی.

په دغه منصوبو کې یو ورکوټی بند، کابل دپاره د څښکلو اوبو منصوبه، د بیرته راتلونکو کډوالو لپاره د ارزانې بیعې کورونه او په مزار شریف کې پولیکلینک شامل دي.

هندوستان د وړاندې نه په افغانستان سره د دوه ارب ډالرو مرسته کړي ده چې پکې یې سړکونه او هسپتالونه جوړکړي دي.

نوي دلي افغانستان دپاره د صدر ټرمپ د نوي تگ لارې هرکلی کړی دی. صدر ټرمپ په پاکستان غږ کړی دی چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي.

شسما سوراج وویل افغانستان سره د هندوستان تعلق د نوي دلي د "ایمان برخه ده."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG