لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: داور گاډي په پيښه کې 65 کسان وژل شوي دي


دهند په لويديز رياست بنگال کې دجمعې په سحر دمسافرو داورگاډي په پيښه کې لږ ترلږه 65 کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

د هند په لويديز رياست بنگال کې دجمعې په سحر دمسافرو داورگاډي په پيښه کې لږ ترلږه 65 کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
داورگاډو دمحکمې چارواکي وائي دکولکتې څخه روان ممبۍ ايکسپريس اور گاډى ديوې زوردارې چاؤدنې څخه وروسته دپاټلۍ څخه وغورځيدو چې په دغه مهال دمخالف لوري څخه روان مال وړونکي ريل گاډي په ټکر ووهلو.
دغه پيښه په جهاړ گرام نومې سيمه کې رامينځته شوې ده چې دماؤنواز ياغيانو مضبوطه ځاله گڼل کيږي.
دچاؤدنې له امله دمسافرو داور گاډي 13 ډبې دپاټلۍ څخه وخوئيدې چې له امله يې زياته مرگ ژوبله رامينځته شوه.
هندي چارواکو انديښنه څرگنده کړې ده چې دغه پيښه دورانکارۍ نتيجه کيدى شي خو وائي دپيښې پړه په ماؤنواز ياغيانو اچول به دوخت څخه وړاندې خبره وي.
په هند کې ماؤنواز ياغيانو په دې وروستيو مياشتو کې خپلو بريدو کې چټکتيا راوستې ده او دورانکارۍ دغه پيښې دهند 28ؤ څخه 20ؤ رياستونو پورې خورې شوي دي.
دوزيراعظم منموهن سنگهـ له مخې دغه تاؤژن وضعيت دهند دکورنۍ سلامتۍ تر ټولو ستره ستونزه جوړه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG