لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هند او بنګله دېش کې د "اېمفان" دلاسه لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي


په بنقله دېش کې د طوفان دلاسه د تباهۍ یو تصویر

د هندوستان او بنګله دېش په مشرقي سیمو کې "اېمفان" نومې طوفان دلاسه لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او په پراخه کچه تباهي شوي ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په طوفان کې د هندوستان په مغربي بنګال ریاست کې ۱۰ کسان مړه شول او د ریاست اعلا وزیر مماته بېنرجي وویل په دوو ضلعو کې سخته تباهي شوي ده او بیا رغونې ته به اړتیا لري. په سیمه کې د طوفان رفتار په ګنټه کې ۱۸۵ کلومېټر و.

د مغربي بنګال ریاست په مرکزي ښار کولکټه کې د سختو هواګانو دلاسه اونې (درختې) او د بجلۍ ستنې نسکورې شوي وې چې له امله یې په ګڼ شمېر سیمو کې بجلي قطع شوي وه او ودانیو ته زیان رسېدلی و.

د وزیراعلا بېنرجي وویل د طوفان اثرات د کرونا وایرس نه هم زیات خراب دي. هغه وویل د طوفان وروسته یې لکه د جنګ په ډول حالات ولیدل.

د هندوستان په مغربي بنګال او اوړيسه ریاستونو کې په زرګونو خلک د طوفان له امله بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښېګړې ادارې یونېسېف ویلي د اېمفان دلاسه ۱۹ مېلین ماشومان نه یوازې د طوفانو د اثراتو بلکې د کرونا وایرس د خپریدو د خطر سره مخامخ کړي دي.

طوفان په بنګله دېش کې د کډوالو په کېمپونو کې مېشته روهینګیا مسلمانانو دپاره هم مشکلات پېدا کړي دي. په دغو کېمپونو کې د کرونا وایرس ناروغي هم رپورټ شوي ده.

په بنګله کې د اېمفان دلاسه لږ تر لږه د اتوو کسانو مړګونه رپورټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG