لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان کې تاریخ پوهانو د نصاب نه د اسلامي دور حوالې لرې کول غندلي


د تاریخ پوهانو او دانشورانو ۲۵۰ کسیزه ډلې ویلي وخت په وخت په نصاب کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي خو دا ځل چې کوم اصلاحات شوي دا د تعلیم په ځای د سیاسي اختلافاتو راپارولو په اړه تشویش راپاروي
د تاریخ پوهانو او دانشورانو ۲۵۰ کسیزه ډلې ویلي وخت په وخت په نصاب کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي خو دا ځل چې کوم اصلاحات شوي دا د تعلیم په ځای د سیاسي اختلافاتو راپارولو په اړه تشویش راپاروي

د هندوستان د مختلفو یونیورسټیانو د تاریخ استاذانو یوې ډلې د سکولونو د تعلیمي نصاب نه په برصغیر د اسلامي دور حکومت په اړه د موادو د لرې کېدو یا کمېدو غندنه کړې ده.

هندي تاریخ پوهانو د هندو مسلم اتحاد دپاره د هندوستان د ازادۍ د تحریک مشر مهاتما ګاندهي په کوښښو د هندو انتهاپسندو د غصې هم غندنه کړې.

د تعلیم چارواکي وايي د تاریخ، پوليټيکل ساینس او سوشيالوجي په نصاب کې بدلون د منطقي عمل برخه ده خو ناقدین وايي په نصاب کې اصلاحات د وزیراعظم نرندره مودي د بهارتي جنتا پارټۍ نظریې ته په وده ورکولو کې مرسته کوي.

نېشنل کاونسل اف اېجوکېشنل ريسرچ اېنډ ټرېننګ، اېن سي ايي ار ټي، د تعلیم د وزارت دلاندې خود مختاره اداره ده او د سکول د نصاب کتابونه جاري کوي. دغه کتابونه په ټول ملک کې په زرګونو سکولونو کې ښودل کېږي.

د اېن سي ايي ار ټي ډرېکټر دينش پراساد سکلاني دا الزامات رد کړي دي چې په نصاب کې بدلون د سیاسي اېجنډې د لاندې شوي او دا چې د اصلاحاتو مقصد په طالب علمانو د نصاب بوج کمول دي.

د وزیراعظم نرندره مودي د بي جی پي پارټۍ په اقتدار کې د راتلو نه پس د شمېر کلیو او ښارونو اسلامي نومونه په هندو نومونو بدل کړی شوي دي
د وزیراعظم نرندره مودي د بي جی پي پارټۍ په اقتدار کې د راتلو نه پس د شمېر کلیو او ښارونو اسلامي نومونه په هندو نومونو بدل کړی شوي دي

د تاریخ پوهانو او دانشورانو ۲۵۰ کسیزه ډلې ویلي وخت په وخت په نصاب کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي خو دا ځل چې کوم اصلاحات شوي دا د تعلیم په ځای د سیاسي اختلافاتو د راپارولو په اړه تشویش راپاروي.

د دلي یونېورسټۍ، جواهرلال نهرو یونېورسټۍ او د اشوکا یونېورسټۍ په شان د یو شمېر مشهورو تعلیمي ادارو تاریخ دانانو او دانشورانو د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وویل چې په انتخابي ډول د سکول د نصاب کتابونو نه اهم موضوعات لرې کول نه یوازې دا چې د برصغیر هند د متنوع ورثې خدمت نه دی بلکې دا د هندوستان د ولس ارزوګانو سره درغلي هم ده.

د هندوستان په نصابي کتابونو کې مخکې هم تبديلۍ شوي دي خو ناقدین وايي ورستي اصلاحات په هندوستان د مسلمانانو د دور حکومت د ذکر نه د ډډې کوښښ دی.

د وي او ای رپورټ وايي د ثانوي او هايي د سکول د نصاب په کتابونو کې د مغل دور په اړه عبارتونه یا خو کم کړی شوي او یا لرې کړی شوي دي. مغل په هندوستان د ۱۶ او د ۱۹ پېړۍ ترمنځ حکمرانان وو.

د ښي لاس هندو ډلې د هندوستان پخواني مسلمان حکمرانان جابرانه بولي او غواړي چې په نصاب کې دې پخواني هندوستان ته توجه وکړی شي او د هندو حکمرانانو کامیابۍ دې ښکاره کړی شي.

د وزیراعظم نرندره مودي د بي جی پي پارټۍ په اقتدار کې د راتلو نه پس د شمېر کلیو او ښارونو اسلامي نومونه په هندو نومونو بدل کړی شوي دي.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې یوې دستورې ته وویل چې د خلکو په ذهنونو کې د کمترۍ احساس پېدا کولو دپاره د تاریخ په نوم مصنوعي بیانيې ښودل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دغه تنګ نظره نظريې نه د ازادۍ او د وړاندې تګ وخت راغلی دی.

تاریخ پوهان وايي چې هندوستان ته د مختلفو قومونو او مذهبونو خلکو شناخت ورکړی چې په تېرو څو پېړو کې هند ته راغلي دي.

د دلي یونېورسټۍ د تاریخ استاذه ارچنا اوجها چې د جمعې په شایع شوي بیان يې دستخط کړی وايي اوس چې په نصاف کې کومې تبدیلۍ شوي دي په نتیجه کې به د اینده نسل طالب علمان نه خبرېږي چې د هندوستان د تاریخ پرمختګ څنګه شوی دی.

اوجها وايي تاریخ د مذهب په بنیاد نه شي لیکل کېدلی، تاریخ د سیاست، اقتصاد او د نورو تبدلیو په بنیاد د انسانیت د ترقۍ بیان وي چې مثال يې د دلي د شهري ترقۍ عمل دی چې د مسلمانانو په دور حکومت کې په ۱۳ پېړۍ کې شروع شوی و او مغل هم د نورو په شان هندوستانیان و.

د مهاتما ګاندهي د قتل سره د هندو انتهاپسندو تړون ته اشارې هم د سکول د نصاف نه په حذف شوي مواد کې شاملې دي. د ګاندهي د هندو مسلم اتحاد کوښښونو د دپاره د ځینو هندوانو نا خوښي او په راشټریا سوای ماسواک سنګ ار اېس اېس بندیز ذکر هم حذف کړی شوی دی. ار اېس اېس د بي جی پي نظریاتي بنیاد ګڼل کېږي.

مهاتما ګاندهي
مهاتما ګاندهي

د وي او ای د رپورټ ترمخه په حذف شویو حوالو کې دا ذکر هم شامل دی چې ګاندهي ویلي وو چې په دې خبر یقین لري چې هندوستان یوازې د هندوانو دپاره ملک جوړ کړی شي نو دا به هند تباه کړي.

په کال ۲۰۰۲ کې په ګجرات ریاست کې د فساداتو ذکر هم لرې کړی شوی دی. په فساداتو کې قریباً ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثريت په کې د مسلمانانو دی. د فساداتو په وخت نرندره مودي د ګجرات وزیراعلا و.

د ځینو سماجي تحریکونو او په هندوازم کې د نسل په بنیاد د تعصب ذکر هم حذف کړی شوی دی.

ځینو تاریخ دانانو چې په تېرو وختونو کې يې په نصاب کار کړی په خپل بیان کې يې وویل چې په وړاندې نصاب کې کوښښونه شوي وو چې په هندوستان کې ټولو خلکو ته نمایندګي ورکړي او د برصغیر او د دنیا تنوع نه په کې احساس ورکړی شي.

تاریخ دانانو او دانشورانو په خپل بیان کې غوښتنه وکړه چې په نصاب کې تبديلۍ دې بېرته واخیستل شي ځکه چې په قول يې نصاب نه د تاریخ ټول دورونه لرې کول نه یوازې غلط فهمۍ پېدا کوي بلکې د نسلي تقسیم د واکمنانو اېجنډا په وړاندې بیايي.

د هندوستان انډین اېکسپرېس اخبار تېره هفته په خپله اداریه کې وویل نصاب نه مواد حذف کول دا الزام راپارولی شي چې حکومت د ناخوښه حقایقو نه فرار غواړي او نه غواړي چې زدکونکي د سماجي او سیاسي حقیقتونو ته په تنقيدي رویه کتنه وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسرېشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG