چین او هندوستان په همالیه سیمه کې په مشترکه پوله د ملکیت لانجه ختمولو دپاره معاهدې ته ورسیدل.
د هندوستان خارجه وزارت د گل، دوشنبې، په ورځ په یو مختصر بیان کې وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ معاهده د سفارتي رابطو دلارې وشوه. بیان وايې د معاهدې په نتیجه کې به په دوکلم سیمه کې د دواړو هیوادونو یو بل ته ودریدلي عسکر په شا شي او دا عمل دوام لري.
په بیجنگ کې د چین خارجه وزارت وویل چینايي عسکر به په سیمه کې خپلې گزمې جاري ساتي. وزارت وویل چین به د تاریخي سرحد سره سم په سیمه کې په خپل ملکیت د خپلواکۍ حق تحفظ کوي.
د هندوستان او چین ترمنځ په سرحدي شخړه د مفاهمت اعلان په داسې حال کې شوی دی چې هندي وزیراعظم نرندره مودي به په اینده هفته کې د برکس په نوم نړي واله غونډه کې شرکت دپاره چین ته تلونکی دی.په دغه غونډه کې به د چین او هندوستان ترڅنگ روس، برازیل او ساوت افریقا شرکت کوي.
په سرحد د لانجې په وخت چینايی او هندي عسکر د ختیځې همالیه په دوکلم سیمه کې د تیرو دوو میاشتو راهسې یو بل ته په تاوتریخوالي کې راپورته شوي وو. دواړه هیوادونه ٣٥٠٠ اوږد سرحد لري چې ځای په ځای پرې د دواړو شخړې پرتې دي.
په سطح مرتفع دوکلم کې تازه لانجه داسې شروع شوه چې هندي ځواکونو هلته د سړک جوړولو د چین کار ودرولو. په دغه سیمه د بوټان او د چین ترمنځ هم د سرحد کشالا موجود ده او هندوستان ویره لري چې که په دې علاقه چین خپل واک اختیار مضبوط کړو نو د هندوستان شمال خیتځو برخو ته هم رسايي لرلی شي.
که چین په هندوستان د چین علاقې ته د ورننوتلو الزام لگوي خو هندوستان وايي عسکر يي د بوټان د مرستې دپاره سیمې ته لیږلي وو.
د هندوستان د خارجه وزارت بیان وویل "مونږ ددې خبرې صلاحیت ولرلو چې د خپلې راې، د خپل تشویش او د خپلو مفاداتو څرگندونه وکړو."
د هندوستان غوښتنه وه چې دواړه هیوادونه دې په شا شي خو چین په د هندوستان په یو اړخیزه توگه د په شا کیدو تقاضا کوله او د چین په مطبوعاتو کې دا بیان بازي کیدله چې هندوستان دې د کال ١٩٦٢ په جنگ کې خپل د بې عزتۍ ماتی یاد ساتي.