لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چین لوې ډېم منصوبې په هند او بنګله دېش کې اندېښنې پیدا کړي


هند او بنګله دېش ته بهیدونکي د سویلي اسیا په سېند د چین لخوا د یو لوې (سوپر) ډېم جوړولو منصوبې د نوي ډیلي سره د یوې بلې لانجې سبب ګرځیدو ترڅنګ په بنګله دېش کې هم اندېښنې پېدا کړي، ځکه یاد سېند بنګله دېش ته تازه اوبه رسوي.

د چین دغه پروژه یارلونګ تانپو مېګاډېم نومیږي چې د نومبر په میاشت کې د چین د پاور کنسټرکشن کارپورېشن لخوا اعلان شوې خو تر اوسه پرې کار نه دی پېل شوی. دغه سېند په هند کې په براهماپوترا پېژندل کیږي. په هندوستان کې پوهانو د یادې منصوبې په اړه یو شمیر پوښتنې راپورته کړي او ویرې لري دغه پروژه په هندوستان کې سیلابونه او د اوبو کمی هم رامنځ ته کولی شي.

امنیتي څیړونکي وايي د هند سره په پوله په داسې ځاې کې ډیم جوړول چرته چې د چین ګڼ عسکر هم پراته دي، بیجنګ ته سټراټېجېکه ګټه ورکوي، په خاصه توګه چې د همالیه په غرونو کې د دواړه هیوادونو تر منځه عسکري تاو تریخوالی زیات دی.‌

د ډېم دغه منصوبه به په تبت کې د هندوستان اروناچل پردېش ایالت ته څېرمه د سېند په غاړه جوړیږي چې بیجنګ یې دعوه کوي او سویلي تبت یې بلي.‌ د چین د میډیايي رپورټونو تر مخه دغه منصوبه ۶۰ ګیګاواټ پورې بجلي پېدا کولی شي، چې په چین کې د دریو نورو لویو ډېمونو نه به درې چنده زیاته بجلي‌ وي.

په نوي ډیلي کې د منوهرپاریکر ډېفنس سټډیز اېنډ اېنالېسز څیړنکار جګنات پانډا وايي ٫٫د هندوستان لپاره لویه اندېښه دا ده چې چین په یوه داسې منصوبه په خپل سر کار شوروع کوي چې نورو سېندونو ته تلونکې اوبه قابو کوي.٬٬

نوموړی د دغه منصوبې اعلان ته په اشاره کې وايي چې په یو داسې وخت شوی چې د هند سره یې سرحدي اړېکې سختې خرابې وې او زیاتوي ٫٫ چینیان په هند د فشار اچولو لپاره د سرحدي پولو لوې شخړې د اوبو د لانجو سره تړي.٬٬

د پاور کنسټرکشن کارپورېشن اف چاېنا مشر یان زي یونګ تر مخه که دغه منصوبه جوړیږي نور ورسره به چین د پاکې/ صفا انرجۍ ترلاسه کولو خپل احداف پوره کړي او د اوبو امنیت به نور هم قوي کړي. نوموړی دغه منصوبه یوه ٫٫تاریخي موقعه٬٬ بلي.

په نوي ډیلي کې پوځي کارپوهان بیا دغه ډیم ته د هغې پولې لپاره د امنیتي خطر په توګه ګوري په کوم چې تاو تریخوالی ډیر دی. د نوي ډیلي یو تهنګ ټېنک دهلي پالیسي ګروپ څیړنکار بریګېډیر ارون ساهګل وايي ٫٫ کله چې چین دومره لویه اثاثه پېدا کوي، دوي به دغلته هوايي دفاعي نظام هم پرځاې کوي. سړکونه به پخوي او د اوسیدو نوي ځایونه به جوړوي.٬٬ نوموړی زیاتوي ٫٫ که تاسو یوې لانجمنې پولې ته داسې پرمختګ راوړۍ، نو دا به د هندوستان لپاره یوه لویه سره کرښه شي او په ګڼو پوځي حالاتو کې به هند مجبوروي.

په نوي ډیلي کې د چین سفارت دغه ټولې اندېښنې رد کړي او وايي دغه کار لا د پلارن جوړولو په لومړۍ مرحله کې دی. د سفارت لخوا تیره میاشت په یو بیان کې ویل شوي وو ٫٫ چین تل په سرحدي سیمو کې د پرمختیا لپاره ذمه واره رویه ساتلې. هر منصوبه د ساېنسي اوصولو لاندې تیاریږي او د ډېم لاندې او باندې سیمو کې د دې په اثراتو پوره نظر ساتل کیږي.٬٬

خو دغې بیان بیا نوي ډیلي ته لږ راحت ورکړی. ښاغلی پانډا وايي تش داسې بیانونه به مرسته ونکړي او زیاتوي چې په کال ۲۰۱۷م کې د دواړه هیوادونو تر منځه تاو تریخوالي په وخت بیجنګ د نوي ډیلي سره د سېلابونو په وخت د اوبو په اړه هیڅ معلومات نه وو شریک کړي. دا اندېښنې نورې هم زیاتې شوي چې چین په راتلونکې کې د دغه شان کار نه نورې ګټې هم پورته کولی شي.

که څه هم هندوستان او چین په رسمي توګه د اوبو د تقسیم کومه پرېکړه نه لري، خو دواړه ګاونډي هیوادونو د اوبو په جریان کې د معلوماتو شریکولو معاهده لري. بیجنګ د وړاندې نه په دغه سېند لوې واړه دولس ډېمونه جوړ کړي.

د چین د دغه اعلان وروسته یو هندي چارواکي په نوي دیلي کې خبریالانو ته ویلي وو، هندوستان هم په براهماپوترا کې د یو ډېم د جوړولو منصوبه تیاروي.‌ د هندوستان د اوبو د وزارت مشر افسر ټي اېس مهرا تیره میاشت پرېس ټرسټ اف انډیا ته ویلي وو ٫٫ د هند دا منصوبه به د چین لخوا د اوبو نه د بجلۍ پېدا کولو منصوبو اغیز کمولو کې مرسته وکړي.٬٬

د جولایي په میاشت کې د اسټریلیا یوې څیړنیزې ادارې لخوا خپرې شوې یوې مقالې کې وېل شوي وو، هند باېد دې ته پام وکړي چې چین څنګه ځان د لوړو سېندونو د هیواد په توګه د لاندې هیوادونو نه ګټه پورته کوي او دغه کار لکه د وسلې وکاروي.‌

د چین دغه منصوبې په بنګله دېش کې هم اندېښنې او دا وایرې پېدا کړي چې پر دوي (بنګله دېش) د هندوستان په پرتله ډیر منفي اثر کولی شي. په ډهاکه کې د سنټر فار اېنواېرمنټ اېنډ جیوګرافک انفارمېنش اېګزیکټیو ډاېرېکټر ملک فدا خان وايي، ٫٫ په وچکالۍ کې براهماپوترا سېند بنګله دېش ته ډېره ګټه رسوي.٬٬ نوموړی وايي دغه ډیم نه یواځې د اوبو سطح، نور تاوانونه هم رسولی شي.

د چین لخوا دا لومړی ډېم نه دی چې سیمه ایزه لانجه ترې جوړه شوې. په سوېل ختیځ سېند باندې په چین دا تورونه لګي چې په میکانګ سېند یې د یو شمیر ډېمونو د لاسه په لاندېني هیوادونو کې د اوبو کمی رامنځ ته کړی. خو بیجنګ دغه تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG