لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند او چین ترمنځ د سرحدي شخړې وروستی صورتحال - د جنګ امکان څومره دی؟


Nathu La border crossing between India and China

د هند د خارجه چارو وزارت وایي چې هند او چین به د خپلو متنازعه سرحدونو پر سر راولاړ شوی جنجال، په "پر امنه طریقه" حل کړي. د هند خارجه وزارت دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ پس له هغه وکړه چې د دواړو ملکونو پوځي کمانډرانو په هېمالیا سیمه کې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د روانو شخړو د حل دپاره، د خالي په ورځ ملاقات کړی و.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر ختیځ ته پرته په لداخ سیمه کې چې د چین سره ګډه پوله لري او ډېره سټراټیجیکه سیمه ګڼل کیږي، د هند او چین ترمنځ سرحدي کړکېچ پس له هغه تود شو چې د مئی میاشتې په اوایلو کې د دواړو ملکونو د ګشت عسکرو ترمنځ مقابله وشوه. که یو طرف ته هندي چارواکي دعوه کوي چې د چین پوځیان د هند تر ولکې لاندې سیمو ته ننوتلي و او په درېیو ځایونو کې یې خیمې او چېک پوسټونه جوړ کړي و، خو بل طرف ته چین دا دعوه ردوي چې ګني د دوی عسکر دې له سرحدي خط نه اووښتي وي، او زیاتوي چې په سیمه کې نظم پر ځای دی.

څېړونکي وایي، ممکن د هند او چین ترمنځ خبرو اوس هغه کړکېچ راکم کړی اوسي کوم چې دواړه خوا یې په سرحد کې د خپلو عسکرو زیاتولو ته مجبوره کړي و، مګر زیاتوي چې د ایشیا د دغو دوو سترو طاقتونو ترمنځ د وروستۍ سرحدي شخړې حل ته کومه فوري لاره په سترګو نه ويني.

په دې وروستیو کې چین او هند دواړو په سرحدي سیمه کې خپل عسکر، توپخانې، او وسلې زیاتې کړي دي. د هېمالیا د دنګو غرونو په منځ کې د چین او هند ۳۴۸۸ کیلامټره مشترک سرحد دی چې په دې سرحد کې څو څو ځایه دواړه ملکونه یو بل سره مقابله کې دي چې دې مسئلې پخوا هم د چین او هند ترمنځ شخړې پیدا کړي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ د هند او چین پوځي کمانډرانو د هیمالیا غرونو په یوې سرحدي پوستې کې سره وکتل. د هند د خارجه چارو وزارت په جاري شوي بیان کې راغلي چې – دواړه اړخونه په دې متفق شول چې په سرحدي سیمو کې به رامخ ته شوي مسایل په پرامنه طریقه، او د مختلفو دوه اړخیزو لوظنامو پر بنیاد، او د هغې لوظنامې په نظر کې نیولو سره حل کړي کوم چې د دواړو ملکونو مشرانو ترمنځ شوې وه او د چین او هند په سرحدي سیمو کې یې امن او سکون، د دوه اړخیزو تعلقاتو د پرمختګ دپاره ضروري ګڼلي و.

په بیان کې دا هم راغلي چې هند او چین به د دې لپاره چې په سرحدي سیمو کې سوله او امن قایم وي، د فوجیانو او سفارتکارانو په کچه تماسونو ته دوام ورکړي.

خو په نوې ډهلي کې بیا څارونکي خوشبینه ندي چې ګني د دواړو ملکونو ترمنځ وروستیو خبرو دې زیاته ګټه کړې وي. بهارت کرناد، چې په نوې ډهلي کې د پالیسۍ د مطالعاتو د مرکز یو امنیتي څېړونکی دی، وایي: "فکر نه کوم چي هند یا چین، یو دې هم پر شا ولاړ شي. هغوی شاید په دې اتفاق کړی وي چې د حالاتو د لا کړکېچن کېدو طرف ته ګام وانخلي، مګر دا خبره د مقابلې د ختمېدو په معنا نده."

بهارت کرناد - په نوې ډهلي کې د پالیسۍ د مطالعاتو د مرکز امنیتي څېړونکی
بهارت کرناد - په نوې ډهلي کې د پالیسۍ د مطالعاتو د مرکز امنیتي څېړونکی

څېړونکي وایي دا چې د ایشیا د دوو طاقتوره ګاونډي ملکونو ترمنځ سرحدي شخړه د فوجونو د مقابلې تر حده ورسېده، وجه یې کیدی شي دا وي چې هند په دې وروستیو کلونو کې د سرحدي کرښې غاړې ته په هغو سیمو کې چې د هند تر ولکې لاندې دي، د سړکونو او نورو بنیادي ودانیو جوړول پیل کړي څو د سرحد بلې غاړې کې د چین له بنیادي اډانو یا جوړښتونو سره برابري وکړي.

هند غواړي چې له چین سره یې د سرحدي سیمې حیثیت د پخوا په شان دوام پیدا کړي. خو هندي څېړنکی بهارت کرناد بیا وایي چې "چیناییان همیش هند ته نوي نوي سرحدي نظمونه پېشکش کوي او مونږ ورسره ګیر پاته یو. نو اوس حیرانه پاته یو چې له چیناییانو سره د کومې «سټاټس کو» یا دایمي نظم خبره وکړو."

له دې ټولو سره سره، په هند کې چاپېدونکی ټایمز آف انډیا اخبار په دې هفته کې ولیکل، دا امکان لیدل کیږي چې د هند او چین ترمنځ په سرحدي سیمو کې مقابله به په ټول اوړي موسم کې دوام پیدا کړي، او د دواړو اړخونو لخوا نور عسکر په سیمه کې ځای پر ځای کیدونکي دي.

XS
SM
MD
LG