لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چین او هند ترمنځ د سرحدي شخړې د کمېدو هڅې: د یوې جهیلي سیمې نه د دواړو عسکر وتلي


د هند او چین چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې دواړو ملکونو په جنجالي سرحد باندې له یوې جهیلي سیمې څخه خپل د عسکرو ایستل بشپړ کړي دي او په دې توګه یې د شخړې د نه رامخ ته کېدو دپاره لاره هواره کړې ده.

د تېر اپریل میاشتې راهیسي د هند او چین زرګونه پوځیان د دوو هېوادونو ترمنځ په جنجالي سرحد چې لاین آف اېکچوال کنټرول (اېل اې سي) نومیږي، یو بل ته لاس په ماشه و.

د روانې فرورۍ میاشتې په سر کې، پوځي کمانډرانو په دې اتفاق وکړ چې په اول ګام کې به عسکر، ټېنکونه، او توپونه له سیمې نه وباسي.

د خالي/شنبې په ورځ دوه کمانډرانو ملاقات وکړ چې د عسکرو د شاته تګ لړۍ وارزوي.

د اېل اې سي په اوږدو کې د پانګونګ جهیلي سیمه
د اېل اې سي په اوږدو کې د پانګونګ جهیلي سیمه

د دواړو اړخونو لخوا په یو شریک بیان کې راغلي چې: «دواړو خواوو د پانګونګ جهیل په سیمه کې د مقدمې کرښې نه د عسکرو د شا ته تګ بشپړېدل، مثبت ورازول او یادونه یې وکړه چې دا په غربي سېکټر کې د اېل اې سي کرښې په اوږدو کې د باقي مسایلو د حل دپاره، یو ښه اساس او د پرمختګ ګام و.»

په یادې لېرې پرتې سیمې کې چې د هند د لداخ او د چین د انتظام لاندې آکسای چن غرو رغو ترمنځ واقع شوې ده، د دواړو ملکونو د پوځیانو ځای پرځای کېدل دا وېره رامخې ته کړې وه چې هسې نه د دوو ملکونو ترمنځ یوه لویه جګړه پېښه شي.

د تېر کال په جون میاشت کې په ګلوان سیمه کې د چینایي او هندي ځواکونو ترمنځ هغه وخت شخړه پېښه شوه چې شل هندي عسکر په سرحدي نښتو کې ووژل شول. دا په تېرو څه باندې څلويښتو کلونو کې اول ځل و چې د هند او چین ترمنځ شخړه کې کسان ووژل شول. چین دا هفته اقرار وکړ چې په هغې نښته کې د دوی څلور عسکر هم وژل شوي و.

چین او هند تر اوسه یو ځل په ۱۹۶۲ کې جنګ کړی دی او د دواړو ملکونو ترمنځ سرحد لا تر اوسه په نښه شوی ندی.

XS
SM
MD
LG