لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند او امریکا د پوځونو ترمنځ همکارۍ پراخې شوې – مشترک خطر، چین دی


امریکا او هند نن د نهې/سې شنبې په ورځ د سټلایټ او نقشو/خریطو حساسو معلوماتو د شریکولو یو تړون لاسلیک کړ. د دې نه علاوه، د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې ملک به یې په هند باندې لا ډېر پوځي جهازونه او ډرونونه خرڅ کړي.

د هند او امریکا ترمنځ دا مهم تړون په داسې وخت کې وشو چې د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د ورځ په ورځ زیاتېدونکي دعویدار، چین له طرفه د خطرو خبرداری ورکړی دی.

پامپیو چې د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر سره یوځای نوې ډهلي ته ورسېد، نن د نهې یا سې شبنې په ورځ یې د هند له وزیراعظم نرېندرا مودي سره وکتل. پامپیو او اېسپر د هند له خارجه او دفاع وزیرانو سره هم غونډه درلوده او وروسته یې خبریالانو ته وویل، د چین له طرفه امنیت او آزادۍ ته د راپيښ شوي ګواښ د مقابلې دپاره، په کار ده چې هند او امریکا یو له بل سره ګډ کار وکړي.

د هند او امریکا ترمنځ د سټراټیجیک ډائیلاګ کلنۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې او د هیمالیا سرحدي سیمو پر سر، هندي عسکرو له چین سره شخړې هم کړې دي.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو، په هند کې له خارجه وزیر سوبرامنیم جی شنکر او دفاع وزیر راجناټ سېنګ سره د خبرو وروسته، خبریانو ته وویل، «دا چې زمونږ جمهوریتونه، زمونږ د دوو ملکونو د شهریانو، او یا په حقیقت کې د آزادې نړۍ د لا ښه حفاظت دپاره سره اوږه په اوږه دریږي، ډېر لوی لوی کارونه کيدونکي دي.»

پامپیو دا هم وویل چې د هند او امریکا مشران او شهریان په وضاحت سره دا ګوري چې د چین کمونست ګوند د جمهوریت، د قانونیت، شفافیت، او د تګ راتګ د آزادۍ طرفداره ندی. پامپیو دغه آزادۍ د انډو-پاسفیک خطې دپاره ضروري وګڼل.

امریکا او هند خپل ترمنځ یو تړون چې نوم یې – د جغرافیایي معلوماتو د تبادلې او همکارۍ ابتدائي لوظنامه یا بېکا (BECA) دی – لاسلیک کړله چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر په وینا، دا د دوو ملکونو د فوجونو ترمنځ د همکاریو دپاره یو غټ ګام دی.

د ماهرینو په وینا، د بېکا تړون، د هند پوځ ته دا اجازت وي چې د کوم جنګ په وخت کې، د امریکا سټلایټ تصویرونو او حساسو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

همدا راز د دې لارې چې امریکا د هند پوځ ته کوم معلومات شریکوي، نو هند کولای شي د هغو معلوماتو نه په استفادې سره، میزاییلونه او یا حمله کوونکي ډرونونه په نښه کړي.

بل اړخ ته مارک اېسپر دا هم وویل چې امریکا په پام کې لري لا ډېر جنګي جهازونه او ډرونونه په هند باندې خرڅ کړي.

هند په کلونو کلونو، په نړېوالو چارو کې د بېطرفۍ دریځ ساتلی دی، خو څېړونکي وایي چې اوس امریکا د هند سره د همکاریو په برخه کې یو ثابت پرمختګ لیدلی دی چې په وروستیو میاشتو او کلونو کې یو نوي پړاو ته رسېدلی ښکاري.

د امریکا د خارجه وزیر مرستیال سټیو بیګن خبریالانو ته ویلي چې د ۱۹۹۰ کلونو له پیله چې هند او امریکا خپل منځ کې د تعلقاتو په جوړولو شروع وکړه، تر اوسه پورې د دوی تعلقات هېڅکله دومره نه و ښه شوي لکه اوس چې دي.

هند او امریکا خپل ترمنځ د وسلو په تجارت کې همکاري هم پراخه کړې ده. تر ۲۰۰۸ کاله پورې له امریکا نه د هند اخیستل شوې وسلې، قریب په نشت برابرې وې، خو د ۲۰۲۰ کال تر پایه د دې هېوادونو ترمنځ د وسلو د تجارت کچه شل (۲۰) بلینه ډالرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG