لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 کرونا وایرس په هند کې نور درینم لکه خلک ناروغه کړي 


د جانز هاپکنز پوهنتون او د هند د صحت د چارواکو د شمېرو ترمخه د ګل په ورځ یو ځل بیا د کرونا واېرس 3 لکه 52 زره او 991 نوي مثبت کېسونه مخې ته راغلي او دې واېرس 2812 نور کسان مړه کړي دي
د جانز هاپکنز پوهنتون او د هند د صحت د چارواکو د شمېرو ترمخه د ګل په ورځ یو ځل بیا د کرونا واېرس 3 لکه 52 زره او 991 نوي مثبت کېسونه مخې ته راغلي او دې واېرس 2812 نور کسان مړه کړي دي

په هند کې د کرونا په دویمې څپه کې د تېرې یو هفتې راهیسې روزانه د لکنو په شمېره کې خلکو د ناروغه کېدلو او د زرګونو په شمېره کې خلکو د مړه کېدو لړۍ دوام لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون او د هند د صحت د چارواکو د شمېرو ترمخه د ګل په ورځ یو ځل بیا د کرونا واېرس 3 لکه 52 زره او 991 نوي مثبت کېسونه مخې ته راغلي او دې واېرس 2812 نور کسان مړه کړي دي.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي د اتوار په ورځ د قامي وېنا په مهال په خلکو غږ کړی ځانونه دې تر کورونو محدود کړي او د وېکسینو په اړه دې د منفي پروپېګنډې نه ځان لرې وساتي.

د امریکا صدر جوبایډن د اتوار په ورځ په ټوېټر لوظ کړی چې په فوري توګه یې هند ته د روغتنونو مرستې ورلېږلي دي او مونږه ژمن یو چې په دې وخت د هند ضرورتونو کې مرستې کړو.

وايټ هاوس ویلي دي چې د صدر جوبایډن انتظاميه او دفاع وزارت به هند ته د مرستو په لړ کې وېنټیلېټرې، د کرونا نه د حفاظت کپړې، د کرونا ټسټونو الات او نور ضروري سامانونه ورکوي.

مطبوعات وايي چې د هند او امریکا د قامي سلامتیا د چارو سلاکارانو ترمنځه د رابطو وروسته د امریکا حکومت په بېرني توګه هند ته د اکسیجن پېدا کولو لپاره بنیادي سامانونه او د کرونا ضد وېکسین جوړولو کې استعمالېدونکي طبي مواد هم ورکوي.

د کرونا په روانه څپه کې په امریکا باندې دا وخت د هند ترڅنګ د نړۍ نورو هېوادونو ته د وېکسینو او نورو مرستو ورکولو د فشار سره مخ ده.

سي اېن اېن ټیلي ویژن ویلي دي چې په تېرو دریو ورځو کې دکرونا د پاسه یو میلین نوي کېسونه رپورټ شوي.

د تېرو دوه هفتو راهیسې په روغتونونو کې رش د حد نه زیات شوې، د سا اخستو مشینونه او د ناروغانو د پاره بېډونه کم شوي او لویه شمېره متاثره خلک د روغتونو نه بهر پراته دي.

د هند سر ښار اعلاوزیر اروېند کجریوال ویلي دي چې نوي ډلي کې لاک ډاون تر مۍ دریمې نېټې پورې غزولی شوی او وايي د سر ښار په روغتونونو کې د اکسیجن د کمۍ د سختې ستونزې سره مخ دي.

نرېندرا مودي خپلې انتظاميي ته امر کړی په هره ضلعه کې دې 551 اکسیجن پلانټونه ولګوي او خلکو ته دې اکسیجن رسول یقیني کړي.

جانز هاپکنز پوهنتون وايي چې تر اوسه یې 138 میلین خلکو ته ویکسین رسولي خو دا د ټولې ابادۍ یواځې 1.6 فیصده جوړېږي.

د هند وزیر اعظم د اتوار په ورځ په رېډیو قام ته د وېنا په مهال وویل چې د دوایانو، وېکسینو او د اکسیجن کارپوهانو سره یې سلاګانې کړي دي او په دې اړه یې لارې چارې ټاکلې دي چې څنګه په دویمه څپه کې مطلوبه ضرورتونه پوره کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG