تاج محل چې د دنیا د سیاحت په زړه پورې مرکزونو کې یو دی د کرونا وایرس دلاسه وتړل شو.
د هندوستان د ثقافت وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د تاج محل بندول ضروري وو.
تاج محل د هندوستان مرکزي ښار نوي دلي سره نژدې په اګره ښار کې دیږ
د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریالا انجانا پاسریشا د نوي دلي څخه په خپل رپورټ کې وايي چې د تاج محل سېل ته هره ورځ ۲۰۰۰۰ کسان ورځي او د رخصتیو په موقعو دا شمیره نوره هم زیاته شي.
د تاج محل نه علاوه هندوستان د سیاحت ګڼ شمیر نور ځایونه هم بند کړي دي.
د هندوستان په ګڼ شمیر ریاستونو کې سکولونه، کالجونه، شاپنګ مالونه او تیټرې هم تړل شوي دي.
هندوستان په هېواد کې د ۱۳۷ کرونا وایرس کېسونو تصدیق کړی دی. خو چارواکي وايي ممکنه ده چې دغه شمیره په هېواد کې د دې ناروغۍ صحیح عکاسي نه کوي او د وایرس ځپلو خلکو شمیر لا زیات وي.