لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هندوستان کې د کرونا وایرس د خبرونو په سر یو شمېر خبریالان د فشار لاندې دي، رپورټ وايي 


د خبریالانو اتحاد نېشنل یونین اف جرنلسټس او د هندوستان په وزیراعظم نرندره مودي غږ کړی چې د مطبوعاتو دفاع وکړي او د اېډیټرز ګلډ اف انډیا ویلي د ملک په ځینو برخو کې د خبریالانو خلاف د قانوني ګامونو په استعمال کې اضافه شوي ده چې د تشویش وړ خبره ده

د هندوستان د مغربي ګجرات ریاست نه واخلي په شمال کې د هماچل پریس پورې په مختلفو ریاستونو کې د کرونا وایرس په اړه د خبرونو په سر د یو شمېر خبریالانو خلاف قانوني ګامونه اخیستل شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې په رپورټ کې ماهرینو د رای د ازادۍ په اړه تشویش څرګند کړی دی ځکه چې د هغوی پهه قوله د هغو خبریالانو خلاف شکایتونه جمع کړی شوي دي چې کرونا وایرس ته د حکومتي چارواکو عکس العمل ته یې د تنقید په نظر کتلي دي.

د مطبوعاتي د ازادۍ یو څېړونکی بهاسکره راو وايي په مطبوعاتو د فشار اچولو دپاره کرونا وایرس نوي لاره پرانستلې ده. "پېغام دا دی چې مامورین کوم رپورټونه نه خوښه وي دا به مضمرات لري."

هندوستان د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۱۱۰۰۰نوي کېسونه رپورټ کړل چې په ملک کې په ۲۴ ګنټو کې د ناروغۍ تر ټولو زیاته شمېره ده.

په هندوستان کې د کرونا نوي پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي دي چې په ملک کې دوکانونه، مالونه، کارخانې او د عبادت ځایونه د دوو میاشتو د بند وروسته بیا پرانیستل شوي دي خو د زیات خطر په ځایونو کې بندیزونه پرځای دي.

څیړونکي وايي سیاستوالو او نورو خلکو د هندوستان د چا د بدناموولو خلاف قانون لاندې په مطبوعاتو پابندۍ لګولې دي خو د دې دپاره نورې قانونې مادې هم استعمال شوي دي چې د قید او جرمانو سزګانې لري.

په نوي دلي کې مېشته قانون پوهه سنجی ګوس وايي خبریال د قانوني ګامونو دلارې ویرول نه یوازې د مطبوعاتو ازادي متاثره کوي بلکې ولس هم معلوماتو ته د رسايي د حق نه محرومه کوي.

د خبریالانو اتحاد نېشنل یونین اف جرنلسټس او د هندوستان په وزیراعظم نرندره مودي غږ کړی چې د مطبوعاتو دفاع وکړي او د اېډیټرز ګلډ اف انډیا ویلي د ملک په ځینو برخو کې د خبریالانو خلاف د قانوني ګامونو په استعمال کې اضافه شوي ده چې د تشویش وړ خبره ده.

حکومتي مامورین د رای د ازادۍ په لړ کې د هندوستان ریکارډ دفاع کوي.

د مطبوعات د ازادۍ د نړیوالې ورځ په موقع د هندوستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر پراکاش جاویدکار ویلي د هندوستان مطبوعات "مطلقه ازادي" لري.

وي او ای په واشنګټن کې د هندوستان سفارت سره د دریځ دپاره رابطه وکړه خو سفارت وویل د خارجه وزارت ترجمان سره باید رابطه وکړی شي خو د خارجه وزارت ترجمان د وي او ای ایمېلونو ته ځواب ونیولو.

تېره مایشت اډیټرز ګېلډ په یو بیان کې د دیوال پاټېل مٍثال ورکړو. هغه په ګجرات ریاست کې فېس اف نېشن نومې د خبرونو وېب پاڼې مدیر دی. پاټېل د می په میاشت کې د غدارۍ د قانون لاندې د کرونا وایرس په اړه د دروغو خپرولو په الزام ونیول شو. هغه په ضمانت ازاد شوی دی خو د قدرتي افتونو په اړه د یو قانون دلاندې هغه ته د دوو کلونو د قید سزا ورکول کېدی شي.

سدهارت واردراجن په نوي دلي کې میشته دي وایر نومې خبري وېب پاڼې مدیر دی. پولیس او یو عام شهري د هغه خلاف دوه شکایتونه درج کړل. د خبریالانو د تحفظ نړیواله اداره کمېټې ټو پروټېکټ جرنلسټس وايي په واردراجن د کرونا وایرس په مهال د انتشار، دښمني او ګنګوسو خپروولو الزامات لګول شوي دي.

په سدهارت واردراجن لګولو شویو الزاماتو کې د یو تعلق دي وایر وېب پاڼې د دې رپورټ سره دی چې د په اترپریش ریاشت کې د لاک ډاون باوجود یوه م‌هبې غونډه وشوه او د ریاست اعلا وزیر یوګي ادېتیانات پکې شرکت هم وکړو. حکومت وویل په غونډه کې د سماجي واټن خیال ساتل شوی و.

واردراجن وویل که چېرې حکومت د یو خبر سره اتفاق نه کوي یا خپل دریځ وړاندې کول غواړي نو بیان جاري کولی شي چې حکومتونه یې په عمومي توګه کوي خو هغه زیاته کړه چې په خبریالانو د جرمونو الزامات لګول او یا یې د تحقیقاتو په غرض رابلل د واک اختیار ناجایز استعمال دی.

د وزیراعلا دفتر هم د هغه دریځ معلوموولو دپاره د وي او ای پوښتنې ته ځواب وه نه وېلو.

د مطبوعاتي د ازادۍ څېړونکی بهاسکره راو وايي د لویو خبریالانو خلاف مقدمې خو په پراخه کچه توجه ځان ته راوګرځوي خو په لېرې پرتو سیمو وړو کلیو او ضلعو کې د خبریالانو ته حالات هغه هومره پام لرنه ونشي.

هغه ووېل په اندامان او نېکوبار جزیرو کې خبریال زبېر احمد د اپرېل په میاشت کې د یو ټویټ په سر ګرفتار شوی و. زبېر احمد په ټویټر دا پوښتنه کړې وه چې هغه کورنۍ ولې په کوارټین کې ساتل کېږي چې په ټېلې فون د کرونا مریض پوښتنه وکړي. پولیس وویل د اخباري رپورټ په بنیاد دغه پوښتنې د مريضانو معلوموولو په طریقه کار بې باوري راپارولې وه. احمد د غلطو معلوماتو خپرولو په الزام ونیول شو او بیا په ضمانت ازاد شو.

په هېماچل پرادېش ریاست کې ضلعۍ انتظاميي د شپږو خبریالانو خلاف پولیس شکایتونه جمع کړل چې پکې اشواني سیاني هم شامل و. په اشواني سیاني الزام و چې د بهر نه ورغلی کارکوونکو د راشن د شکایتونو په اړه د هغه لایو یا ژوندی رپورټ جعلي و.

د مارچ په ۲۵ نېټه په هندوستان کې د لاک ډاون پرځای کېدو له امله په ریاست کې د زرګونو په شمېر کې کاروکونکي بې روزګار او بې پېسو پاتې شول. په هغه د لګول شوي الزام په اړه سایاني وویل د دې مطلب دا دی چې خبریالان دې یوازې هغه مخ وښايي چې مامورین یې ښودل غواړي.

د هېما چل پرادېش پولیس د دوی دریځ معلوولو دپاره د وي اوای پوښتنې ته ځواب وه نه وېلو.

د ریاست یو پولیس افسر د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل د مطبوعاتو د ازادۍ حمایت کوي خو دا یکطرفه معامله نشي کېدلی هغه وویل داسې هم شوي دي چې د کرونا وایرس په مهال خبریالانو د حالاتو صحیح عکاسي نه ده کړې او یا د کوارڼټین مرکزونو ته بغیر د اجازت نه ورغلي دي.

دي وایر وېب پاڼې مدیر سدهارت واردراجن وايي ډیر امکان دی چې د خبریالانو خلاف الزامات په عدالت کې ځای وه نه نیسي او رد کړی شي خو د هندوستان سست روه عدالتي نظام پخپله یوه سزا ده. هغه وویل د کرونا وایرس نه وړاندې هم د مطبوعاتو په نړیواله درجه بندۍ کې هندوستان لاندې تللی و او که دا رجحان دوام ولري نو د کرونا وایرس وروسته به په هندوستان کې د مطبوعاتو ازادي نوره هم کمزوري شوي وي.

XS
SM
MD
LG