لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په کشمیر کې د جي ټونټي په غونډو د پاکستان اعتراض رد کړی


د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان اریندم بګچي خبریالانو ته وویل چې د جي ټونټي دستورې او ملاقاتونه په ټول هندوستان کې کېږي او دا فطري خبره ده چې په جمو او کشمیر او لداخ کې به هم کولی شي چې د هندوستان "بنیادي او نه بلېدونکي" برخه ده
د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان اریندم بګچي خبریالانو ته وویل چې د جي ټونټي دستورې او ملاقاتونه په ټول هندوستان کې کېږي او دا فطري خبره ده چې په جمو او کشمیر او لداخ کې به هم کولی شي چې د هندوستان "بنیادي او نه بلېدونکي" برخه ده

هندوستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هند د انتظام لاندې کشمیر او په لداخ سیمه کې د جي ټونټي تنظیم په غونډو د پاکستان اعتراض رد کړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، هندوستان وویل په خپله علاقه کې د غونډو ازادي لري.

د جي ټونټي تنظیم موجوده صدارت دا وخت د هندوستان په لاس کې دی او سږ کال د سېپټمبر په میاشت کې به د تنظیم د سر مشرانو غونډې کوربتوب کوي.

د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان اریندم بګچي خبریالانو ته وویل چې د جي ټونټي دستورې او ملاقاتونه په ټول هندوستان کې کېږي او دا فطري خبره ده چې په جمو او کشمیر او لداخ کې به هم کولی شي چې د هندوستان "بنیادي او نه بلېدونکي" برخه ده.

د جمعې په ورځ هندوستان د جي ټونټي د سرمشريزې نه مخکې د پروګرامونو تفصيل شایع کړو چې په کې د می او اپرېل په میاشتو کې د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر په مرکزي ښار سري نګر او د لداخ په مرکزي ښار لیه کې غونډې هم شاملې دي.

پاکستان په کشمیر کې د جي ټونټي د غونډې غندنه کړې او دا يې غیر ذمه وارانه او د نړیوال قانون خلاف ورزي بللې ده.

رویټرز وايي کشمیر په اېټمي وسلو سمبال هندوستان او پاکستان ترمنځ تقیسم دی خو دواړه پې د ملکیت دعوې لري او د کشمیر په شخړه يې دوه جنګونه کړي دي.

په کال ۲۰۱۹ کې د هندوستان د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثت ختم، سیمه يې په جمو او کشمیر او په لداخ کې ووېشله او د انتظام اخیتار يې وفاقي حکومت ته ورکړو.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG