لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هندوستان په سېلابونو کې ٢٠٠ پورې کسان مړه شوي


د سېلابونو له امله د ١٠ لکونو نه زیات خلک په خپلو کورونو پرېښودو او محفوظ ځایونو ته په تلو مجبور شوي دي

د هندوستان په څلورو ریاستونو کې د پشکال د بارانونو له امله شويو سېلابونو کې شا او خوا ٢٠٠ کسان مړه شوي دي.

د سېلابونو له امله د ١٠ لکونو نه زیات خلک په خپلو کورونو پرېښودو او محفوظ ځایونو ته په تلو مجبور شوي دي.

امدادي کارکوونکي وايي سېلابونو تر ټولو زیات مغربي او جنوبي ریاستونه وهلي چې پکې کېراله، کرناټکا، گجرات او مهاراشړا شامل دي.

وېل کیږي چې کېراله ریاست د سېلاب دلاسه تر ټولو زیات اغیز من شوی.

د چارواکو په وینا بارانونه او سېلابي اوبه په کمېدو دي چې په نتیجه کې یې امدادي کارکوونکي متاثره سیمو کې د لټون عملیات کوولی شي او سېلاب ځپلو خلکو ته امدادي شیایان رسولی شي.

تیر کال په کېراله ریاست کې د تاریخ تر ټولو لوې سېلاب راغلی و چې پکې ۴٥٠ کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG