لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان په کوربتوب د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېشن غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ کېدونکي ده


 د هند وزیراعظم نرندره مودي به د سږ کال د غونډې کوربتوب کوي. ای پي وايي دا به د هندوستان دپاره بله موقع وي د هېواد زیاتېدونکی اثر ورسوخ وښښي
د هند وزیراعظم نرندره مودي به د سږ کال د غونډې کوربتوب کوي. ای پي وايي دا به د هندوستان دپاره بله موقع وي د هېواد زیاتېدونکی اثر ورسوخ وښښي

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي به د سږ کال د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېشن، اېس سي او، غونډې کوربتوب کوي چې په انلاین بڼه د نهې، سه شنبې، په ورځ کېدونکي ده چې د روس صدر ولادېمیر پوټن به په کې هم شرکت کوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د هغه خلاف د پوځي بغاوت نه پس به دا لومړي ځل وي چې پوټن به یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

سیمه ایز امن ته وده ورکولو دپاره روس او چین د اېس سي او بنیاد ايښودلی و. د اېس سي او هدف د مغربي ملکونو د اثر مخنیوی هم دی، ای پي وايي.

پاکستان هم د هندوستان، روس، چین، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او د قرغزستان ترڅنګ د اېس سي او غړی هېواد دی.

هندوستان په کال ۲۰۱۷ کې په اېس سي او کې شامل شوی او د هند وزیراعظم نرندره مودي به د سږ کال د غونډې کوربتوب کوي. ای پي وايي دا به د هندوستان دپاره بله موقع وي د هېواد زیاتېدونکی اثر ورسوخ وښښي.

مودي به د اېس سي او د غونډې کوربتوب په داسې حال کې هم کوي چې تېره میاشت يې امریکې ته د سفر په مهال د صدر جوبایډن سره په واشنګټن کې ولیدل او دواړو ملکونو د فاع، اقتصاد او ټېکنالوجي په برخو کې د همکارۍ زیاتولو لوظونه وکړل.

ای پي وايي د اېس سي او توجه په سیمه کې د امنیت، اقتصادي همکارۍ ته په وده ورکولو، ترهګرۍ په مخنیوي، د نشۍ توکو د قاچاق، موسمي بدلون په مخنیوي او په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په حالاتو ده.

رپورټ وايي تېره میاشت چې د اېس سي او د غړو ملکونو خارجه وزیرانو په هندوستان کې غونډه کولو نو د اوکراین جنګ ذکر په کې په مشکله شوی و. خو د جنګ په نتیجه کې په پرمخته تلونکو ملکونو کې د خوراک او توانای مسله، څېړونکي وايي، د تشويش وړ مسله ده.

ای پي وايي د اېس سي او یو ملک هم په اوکراین کې د روس د جنګ د غندلو دپاره د متحده قومونو د قرارداد ملاتړ نه دی کړی بلکې په قرارداد د رای ورکولو نه يې ډډه کړې ده. چین د روس او اوکراین ترمنځ ثالثۍ دپاره استازی لېږلی او هندوستان په تکرار ویلي چې د مسلې پرامنه حل دې را ووېستل شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG