لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په مبینه قضیه کې په یو کالعدم تنظیم باندې چاپې وهلي


د هند قامي تحقیقاتي ادارې (اېن آی اې) وایي، د اتوار/یکشنبې په ورځ يې په جمو او کشمیر کې د جماعت اسلامي - کالعدم مذهبي تنظیم – په لسګونو مرکزونو چاپې وهلي دي، او د دې چاپو علت، د ترهګرۍ د مالي امداد یوه مبینه قضیه بلل شوې ده.

د هند حکومت په جماعت اسلامي تنظیم تورونه لګوي چې د هند تر ولقې لاندې کشمیر کې د یاغیانو مرسته کوي.

هند کې د ترهګرۍ په ضد اهمې ادارې، اېن آی اې، په یو بیان کې ویلي چې د جماعت اسلامي تنظیم غړو د ملک دننه او بهر کې د خیرښېګڼې او فلاحي مرستو په بهانې چندې راټولې کړي خو بیا دا پیسې د تشدد او علیحدګي پسندۍ چارو باندې لګول شوي دي.

د هند اېن آی اې ادارې پخپل بیان کې زیاته کړې ده: «د جماعت اسلامي لخوا راټولې شوې چندې د حزب المجاهدین، لشکر طیبه، او نورو ډلو په شان ترهګر ګرځول شوي تنظیمونو ته انتقال کیږي.»

د هند قامي تحقیقاتي ادارې د جماعت اسلامي تنظیم د مشرتابه او غړو په مکانونو، او همدا راز د دې تنظیم د امداد راټولولو په مرکزونو باندې چاپې وهلي دي.

یاده تحقیقاتي اداره زیاتوي چې جماعت اسلامي تنظیم په کشمیر کې متآثرکن ځوانان لمسولي او په جمو او کشمیر کې یې نوي غړي برتي کړي چې په خلل اندازه او جدایي غوښتونکو فعالیتونو کې برخه واخلي.

څه باندې دوه کاله وړاندې پس له هغه چې کشمیر کې د یاغیانو یوه حمله وشوه، د هند حکومت د جماعت اسلامي تنظیم باندې پابندي ولګوله. د هغه برید ذمه واري په پاکستان کې مېشت د اسلامي تندلارو یوې ډلې پر غاړه واخیسته. په برید کې چې د هندي ملیشه عسکرو په یو بس باندې خودکشه حمله وه، څلویښت ۴۰ هندي عسکر وژل شوي و.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د حکومتي چاپو په اړه مطبوعاتو د جماعت اسلامي دريځ معلوم نشو کړی. دې تنظیم پخوا هم د خپلو چندو راټولولو په اړه څه وضاحت ندی ورکړی، مګر دا یې ویلي چې داسې کوم کار یې ندی کړی چې ورباندې دې پابندي ولګیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG