لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: هندي کشمیر کې مواصلاتي نظام بند دی، حکومت د سمو حالاتو تصویر وړاندې کوي


هند وايي په کشمیر کې سکولونه او حکومتي دفترونه پرانیستل شوي دي خو رپورټونه وايي په دفترونو او سکولونو کې حاضري کمه ده. په لارو کوڅو کې امنیتي ځواکونه په لویه شمیره کې گزمې کوی
هند وايي په کشمیر کې سکولونه او حکومتي دفترونه پرانیستل شوي دي خو رپورټونه وايي په دفترونو او سکولونو کې حاضري کمه ده. په لارو کوڅو کې امنیتي ځواکونه په لویه شمیره کې گزمې کوی

دخپل انتظام دلاندې د کشمیر خصوصي حېثیت د ختموولو نه وړاندې، هندوستان د نیمې شپې په وخت په کشمیر کې انټرنېټ، موبایل ټېلې فون، د ځمکني ټېلې فون کرښې او کېبل ټېلې وژن نظام وتړلو.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي په کشمېر کې د مواصلاتو او معلوماتو نظام د بندولو وروسته د وزیراعظم نرندره مودي حکومت پارلېمنټ ته د کشمیر خصوصي حېثیت د ختموولو د قانون سازۍ مسوده وړاندې کړه چې پارلېمنټ یې منظوري ورکړه او په نتیجه کې یې کشمیر ېه دوو برخو، جمو او کشمیر، وویشل شو چې انتظام به یې د وفاقي حکومت په لاس کې وی.

ای پي وايي په داسې حال کې چې په کشمیر کې د مواصلاتي نظام د بندېدو له امله د معلوماتو خلا جوړه شوي، حکومتي مامورین دعوه کوي چې په ولسي کچه، په نور هندوسان او په نړیواله کچه، د کشمیر په اړه د حکومتي اقداماتو حمایت کیږي. په مطبوعاتو د کشمیر تصویرونه ښودل کېږی او د کشمیر ولسي موسیقۍ غږولی شي چې هیڅ ډول نور اواز ورسره نه وي. ای پي وايي دا د ٢٠ پېړۍ د جنگ د زماني تصور ذهن ته راولي او د هندوستان خارجه وزارت وايي په کشمیر کې حالات د معمول کچې په لوري روان دي. خو ای پي وايي ازاد خبري رپورټونه د دې برعکس صورتحال وړاندې کوي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي هندوستان په کشمیر کې وخت په وخت د مواصلاتو نظام بندوي او د امریکې د څېړنې اداره فرېډم هاوس وايي په نړۍ کې د بل هر هیواد نه زیات هندوستان انټرنېټ تړي. او په نوي دلي کې میشته فریډم لیگل سېنټر وايي د کال ٢٠١۴ راهسې په هندوستان کې ٣۴٠ وارې انېټرنېټ تړل شوی دی چې زیاتره پکې په کشمیر کې و. اداره وايي یوازې سږ کال په کشمیر کې ٥٥ ځله انټرنېټ تړل شوی دی.

هند وايي په کشمیر کې سکولونه او حکومتي دفترونه پرانیستل شوي دي خو رپورټونه وايي په دفترونو او سکولونو کې حاضري کمه ده. په لارو کوڅو کې امنیتي ځواکونه په لویه شمیره کې گزمې کوی.

ای پي وايي د اگست په اوومه نېټه په سوشل میډیا په کشمیر کې د یوې مظاهرې وډیو ښکاره شوه چې د ډزو غږونه هم پکې اورېدلی شول. خو د جمو او کشمیر پولیس وویل دغه وډیو جعلې وه. پولیس په ټوېټر وویل حالات پرامنه دي او ولس همکاري کوي او په کشمیر کې لگول شویو بندیزونو کې نرمي کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG