لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان: وزیر اعظم ویلي د ماوسټ برید کونکو پر ضد به سخته کاروايي کوي


د هندوستان په ختیز ولایت چهتیس ګړ کې تیره ورځ د ماوسټ یاغیانو په برید کې د وژل شوو کسانو شمیره ۲۷ ته رسیدلی ده چې پکې زیات تره د حکمرانې پارټۍ کانګرس ځنې ایالتي چارواکي هم شامل دي.
د هند وزیر اعظم من موهن سنګ او د کانګرس مشرې سونیا ګاندهي د دغه برید په سختو ټکو کې غندنه کړی ده. د هند وزیر اعظم ویلي د ماوسټ یاغیانو پر ضد به سخته کاروايي کوي او د کانګرس پارټۍ مشری سونیا ګاندهي دغه برید د هندوستان په جمهوریت برید بللی.
د هند چارواکو په وینا دغه حمله د خالي په ورځ د چهتیس ګړ په یوه غریزه سیمه کې د کانګرس پارټۍ په یوه کانوای شوی. په وژل شوو کسانو کې د کانګرس پارټۍ ایالتي مشر مهندر کرما، د کانګرس مشر نند کمار پټیل او د هغه ځوی هم شامل دي.
په هند کې ماوسټ یاغیان د تیرو څلورو لسیزو راهسی د مرکزي حکومت پر صد جنګیږي او د خپلو سیمو د غریبو خلکو او زمیندارانو لپاره د کارونو روزګارونو غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG