لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان په ممبۍ ښار کې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې نوي اقدامات اعلان کړل


د دغه ریاست یو وزیر نواب ملک ویلي د ګل د ورځې نه به د ځاي وخت مطابق د ماسخوتن 8 بجو نه تر سحر 7 بجو پورې کرفیو وي او د نن ماښام نه به بازارونه، سنېماګانې، رېسټورنټونه او د عبادت ځایونه بند وي
د دغه ریاست یو وزیر نواب ملک ویلي د ګل د ورځې نه به د ځاي وخت مطابق د ماسخوتن 8 بجو نه تر سحر 7 بجو پورې کرفیو وي او د نن ماښام نه به بازارونه، سنېماګانې، رېسټورنټونه او د عبادت ځایونه بند وي

په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس نه د متاثره شویو خلکو په شمېره کې په تېزۍ زیاتوالی کېږي او امریکا، هندوستان او برازیل د نړۍ درې داسې ملکونه دي چې د وایرس د متاثرینو ترټولو زیات تعداد لري.

د هندوستان د صحت وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د یو لک درې زره او ۵۵۰ پېښې رېکارډ‌ کړي چې سږ کال په دغه ملک کې د کرونا وایرس د ناروغانو د ټولو نه زیاته شمېره ده.

د هندوستان ترټولو لوی اقتصادي ښار او د مهارشټرا سرښار ممبۍ د کرونا وایرس د سختو بندیزونو د لاندې دی. په مهاراشټرا ریاست کې د هندوستان د نیمايي پورې د کرونا وایرس پېښې رېکارډ شوي دي.

د دغه ریاست یو وزیر نواب ملک ویلي د ګل د ورځې نه به د ځاي وخت مطابق د ماسخوتن 8 بجو نه تر سحر 7 بجو پورې کرفیو وي او د نن ماښام نه به بازارونه، سنېماګانې، رېسټورنټونه او د عبادت ځایونه بند وي.

د جان هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرې ترمخه په دنیا کې د هندوستان نه سېوا د کرونا وایرس پېښې په دوه ملکونو، امریکا او برازیل کې زیاتې دي. هندوستان کې د کرونا وایرس نه د متاثره شوو خلکو شمېره د 12.5 ملین نه زیاته شوې. په امریکا کې د کرونا وایرس نه د اغېزمند شوو خلکو شمېره 30.7 ملینه او په برازیل کې 13 ملینه ده.

د جان هاپکنزیونیورسټۍ د شمېرې ترمخه په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس نه د متاثره شوو خلکو شمېره 131 ملینه، 3 لکه او 70 زره نه سېوا شوې او تراوسه پورې ددې نه 2 ملینه، 8 لکه او 54 زره نه زیات خلک مړه شوي دي.

نړۍ کې د کرونا وایرس خلاف وېکسین زیات شوي کمپاېنونو باوجود د کرونا وایرس په پېښو کې د زیاتوالي‌ له کبله د عیسایانو مذهبي تهوار ایسټر په موقع باندې په ټوله نړۍ کې په ملینونو خلک د تازه بندیزونو لاندې وو.

امریکې تېره هفته اعلان کړی وو چې په اول ځل یې د 100 ملین نه زیات خلکو ته د کرونا واېرس خلاف وېکسین لګولي دي. خو په امریکا کې په دومره شمېره کې د کرونا واېرس خلاف وېکسین لګولو باوجود د ملک په ځنې برخو کې د کرونا وایرس د پېښو په شمېره کې زیاتوالی روان دی.

د امریکې په مقابله کې یورپي ملکونه د کرونا وایرس خلاف د وېکسین لګولو پروګرام تېزولو کې د مشکلاتو سره مخ دي.

د صحت نړیواله اداره ورلډ هېلت آرګناېزېشن وايي‌ د یورپ 10 فیصده ابادۍ ته تراوسه پورې یو وېکسین ورکړل شوی او صرف 4 فیصد خلکو ته د وېکسین دوه خوراکونه ورکړی شوي دي.

په یورپي ملکونو کې د کرونا وایرس خلاف وېکسین ورکولو کې د وروستوالي یو وجه ددغه ملکونو د دوایانو کمپنۍ آسټرا زېنېکا جوړ وېکسین باندې انحصار دی.

د یورپ په ځنې ملکونو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې ددغه کمپنۍ جوړ وېکسین لګولو له وجې د ځنې خلکو د بدن دننه په ځنې ځایونو کې وینه جم شوې خو آسټرا زېنېکا دغه رپورټونه رد کړي او د وېکسین او د وینې جم کېدو کوم شواهد یې نه دي موندلی خو بیا هم کېنېډا، فرانس، جرمني او نېدرلېنډز د زیات عمر خلکو ته ددغه کمپنۍ وېکسین لګولو اجازت ورکړی.

د برطانیې د دوایانو او د صحت خسمانې د څارنې ادارې په خلکو باندې زور راوړی چې د آسټرا زېنېکا کمپنۍ جوړ وېکسین لګول جاري وساتي او وېلي دوي په دې یقیني نه دي چې ګني‌ ددغه وېکسین د وجې د ځنې خلکو وینه جم شوې خو دا خبره یې منلې چې د اسټرا زېنېکا وېکسین لګوونکو 30 کسانو په وینه کې کلاټس یا غوټې جوړېدو له کبله هغوي مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG