لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نوي دلي کې د نوي قانون په سرد احتجاج په مهال د کروندګرو او پولیس نښتې شوي


د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي نوی قانون تاریخي ګام بللی او وايي دا به د کروندګرو د پېداوار د منډای ته د رسولو نظام بهرت کړي او زمیدار به د مځنګړي نه خلاص کړي خو کروندګر وايي نوی قانون دوی د لویو کمپنو دلاسه د استحصال سره مخامخ کولی شي

د هندوستان سرښار نوي دلي کې د حکومت د نوي قانون خلاف احتجاج کوونکو کروندګرو او د بولیس سره نښتې شوي دي. پولیس د مظاهره چیانو د منتشر کوولو دپاره د اوښکو ګېس استعمال کړی او د اوبو توپې یې چلولي دي.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي نوی قانون تاریخي ګام بللی او وايي دا به د کروندګرو د پېداوار د منډای ته د رسولو نظام بهرت کړي او زمیدار به د مځنګړي نه خلاص کړي خو کروندګر وايي نوی قانون دوی د لویو کمپنو دلاسه د استحصال سره مخامخ کولی شي.

د جمعې په ورخ د دلي په مضافاتو کې د کروندګرو او پولیس ترمنځ دغه نښتې په داسې مهال شروع شوې چې د رزګونو په شمېر کې کروندګرو د احتجاج په غرض نوي دلې ته ورتګ غوښتلو خو پولیس د دوی مخه نیوولو دپاره سړکونه بند کړي وو او په لارو یې بلاکونه اېښودي وو. ګڼ شمېر کروندګر په خپلو ټرېکټرو او موټرسایکلو سواره وو.

د پولیس او احتجاج کوونکو د ټکر نه څو ګنټې وروسته مظاهره چیانو ته دلي ته د داخلېدو د اجازت اعلان وکړو.

د زراعۍ پېداوار د خرڅون او منډايی ته د رسوولو په اړه د هندوستان د نوي قانون په ضد د کروندګرو د احتجاج دویمه ورځ وه.

د سپټمبر په میاشت کې منظور شوي قانون دلاندې کروندګر کولی شي چې خپل حاصلات د حکومت د توک په منډایانو کې د حکومت په مقرر شوي نرخ د خرڅوولو پرځای په غیر حکومتي کمپنو خرڅ کړي.

وزیراعطم نرندره مودي ویلي د "تاریخي " قانون به د کروندګرو مالي حالت بهتر کړي، د فصلونو پېداوار به زیات شي او کروندګر به د خپل فصل د خرڅوولو دپاره به اړتي د اړتیا نه خلاص شي. د قانون حمایت کوونکي وايي د دې دلارې به د زراعت په نظام کې جدت او سرمایه کاري وکړی شي.

خو کروندګر کې د ډیر وخت راهسې د ازاد مارکیټ نه محفوظ ساتل شوي دي وايي د حکومت د کنټرول لرې کېدو له امله به دوی د لویو کمپنو په رحم او کرم پاتې شي، د نرخ په اړه به بارګېننګ نشي کولی او د مجبور به وي چې حاصلات په کمو نرخونو خرڅ کړي او دا ډول به یې امدن هم کم شي.
د هندوستان قریباً نیمايی ابادي په زراعت انحصار لري خو په قامي پیداوار کی یې برخه یوازې ۱۷ فیصد ده.

د خوراک او زراعت په مد کې څېړونکی دېوندر شرما وايي د نوي قانون خلاف د احتجاج کوونکو کروندګرو تعداد څرګندوی چې کروندګر او حکومت سره هم غږي نلري. هغه وویل کروندګرو سره د نوي قانون په اړه صلاح مشوره نه ده شوي او نتیجه یې دا ده چې صنعتونه او مارکېټونه خوشحاله دي او کروندګر وايي نوی قانون د دوی په ګټه نه دی.

کروندګر وايي ترڅو حکومت دغه قانون بیرته نه وی اخیستی د دوی احتجاج به دوام لري.

د وي او ای رپورټ وايي داسې ښکاري چې د جمعې په ورځ دلي ته تللي کروندګر د ډیر وخت دپاره ورغلي دي ځکه چې د ډیرو په ګاډو خوراکي شیان او د پخلي دپاره د ګېس سلېنډری هم بار وې.

XS
SM
MD
LG