لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان چارواکو لیده کاته


د هند او پاکستان چارواکو لیده کاته
د هند او پاکستان چارواکو لیده کاته

د هند او پاکستان خارجه سکترانو د بوټان سر ښار تمپو کې لیده کاته کړې او د دواړو هیوادونو په منځ کې د ځنډ ښکار د امن خبرو اترو د بیا شورو کیدو په امکان يي غور کړی دی.

د هند خارجه سکتره نیروپامه راؤ او د پاکستان خارجه سکتر سلمان بشیر د اتوار په ورځ د یو بل سره لیده کاته اوکړل. دوي د لیده کاته ورسته څه اعلانات اونه کړل.

خو نیروپامه راؤ د گل په ورځ پاکستان سره د تعلقاتو بهتر کیدو په حقله خوش بیني ښکاره کړه خو وې وئیل چې د پاکستان او هند په منځ کې تعلقات د پیچیدگۍ ښکار دي. هغې اویل هغې او سلمان بشیر د خبرو اترو د شورو کیدو په طریقه کار باندې غور اوکړو.

نیرو پامه راؤ او سلمان بشیر بوټان کې د سارک غونډې ترسنگ لیده کاته کړې چې په تیرو شپږو میاشتو کې د هند او پاکستان د لوړرتبه چارواکو په منځ وړمبۍ خبرې اترې وي.

هند په کال ٢٠٠٨ م کې په ممبۍ ښار کې د ترهگرۍ بریدونو په ترڅ کې د پاکستان سره جاري د امن خبرو لړۍ اوځنډوله. په دغه بریدونو کې د ١٦٠ ؤ نه زیات خلک وژل شوې او هندي چارواکو د حلمو پړه په پاکستان کې میشته جنگیالو اچولې ده.

په بوټان کې د خارجه سکترانو د لیده کاته په حقله د هند خارجه وزیر ایس ایم کرشنا وئیلې پاکستان او هند دواړه کوششونه کوي چې د خپل منځو کې اعتماد بیا پرځائې کړې او د اعتماد خلیج لمنځه یوسي.

هغه اویل دا حقیقت چې خارجه سکترانو د یو بل سره لیدلې دي، ښائي د تعلقاتو د پاره مظبوط بیادونه ایښودلی کیږي.

هند د فشار سره مخامخ دی چې د پاکستان سره خپل اختلافات ختم کړې خو هند وائې پاکستان د ممبۍ په بریدونوکې ککړ تنانو خلاف کوټلې گامونه نه دي پورته کړې او هغوي يي انصاف ته لا تر اوسه نه دي را کش کړې.

هند وائې پاکستان سره يي تعلقات تر هاغه وخت پورې نشې بهتر کیدی ترڅو يي د لشکر طیبه گوند خلاف موئثر گامونه نه وي پورته کړې. ددې په جواب کې پاکستان وائې د غیر قانوني گرځول شوې تنظیم ٧ؤ غړو خلاف يي مقدمه شورو کړې ده. په عین حال کې پاکستان وائې هند د هاغه خلکو خلاف هم گامونه نه دي پورته کړې چاچې په کال ٢٠٠٧ کې پاکستان ته تلونکې سمجهوته ایکسپریس نومې د مسافرو په اورگاډي حمله کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG