لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نوي دلې رکشه ډرائیور په پاکستان د حملې په خوښۍ کې وېړیا سورلې وړلې


د انډیا ټوډي ورځپاڼه وايي کله چې حکومت په پاکستان کې د جېش محمد په کېمپ د حملې اعلان وکړو نو خلکو د خوشۍ گډاگانې پېل کړې او اتش بازي یې وکړه

په پاکستان د هندوستان د هوايي پوځ د حملې په خوشحالۍ کې د نوي دلې یو رکشه ډرائیور مسافرو ته وېړیا یا مفته سورلي ورکوله. دا خبره انډیا ټوډي نومې ورځپاڼې په خپل یو خبر کې کړې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په پاکستان د هند حمله د هندي مطبوعاتو تر ټولو لوې خبر و. په حمله تبصرې کېدلې او د هېواد د هوايي پوځ ستاینه کېدله. د هوايي پوځ یو پخواني مشر وویل پکار ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هندوستان شکریه ادا کړي چې کومه دنده هغه نشوه ترسره کولی هغه کار ورته هندوستان وکړو.

د انډیا ټوډي ورځپاڼه وايي کله چې حکومت په پاکستان کې د جېش محمد په کېمپ د حملې اعلان وکړو نو خلکو د خوشۍ گډاگانې پېل کړې او اتش بازي یې وکړه. ورځپاڼه وايي په سرښار نوي دلي کې منوج نومې رکشه ډرائیور په پاکستان د حملې په خوشحالۍ کې مسافرو ته مفته سورلي ورکوله. هغه د هندوستان ای این ايي خبري ادارې ته وویل چې د نور څه وس خو نه لري خو په خوښۍ کې وېړیا مسافر وچتوي.

پاکستان د هندوستان د حملې سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې هندوستان ته به حیرانکونکی ځواب ورکوي.

د هندوستان "دي هندو" نومې ورځپاڼې په لومړي مخ لومړی خبر دی چې د هندوستان پوځ په بالاکوټ کې د جېش محمد په کېمپ حمله کړې ده او پاکستان ویلي هندوستان به په خپل ځواب هندوستان حیرانه کړي.

د هندو د خبر سره یوه سرخي وايي دغه کېمپ د پاکستان په علاقه کې دننه او د اېبټ اباد ښار سره نژدې چې د اوسامه بن لادن په وجه بدنامې لري. سرخۍ کې بن لادن په لړ کې د اېبټ اباد دپاره د انگریزۍ ژبې "اېن فېمس" ټکې استعمال کړی شوی دی چې مطلب یې بدنامي یا بد شهرت دی. د القاعده مشر د امریکې خصوصي ځواکونو په اېبټ اباد کې په کال ٢٠١١ کې ووژلو.

د ورځپاڼې د لوې خبر د لاندې د چین دریځ هم شائع شوی دی چې په هندوستان او پاکستان یې غږ کړی چې د زغم نه کار واخلي او تاوتریخوالی دی نور نه زیاتوي.

"دي هندو" په لومړۍ پاڼه دا سرخط هم دی چې د هندوستان سیاسي مشرانو د ترهگرو په کېمپ د حملې ستاینه کړې ده.

یو خبر د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هغه وینا په اړه دی چې د هندوستان د حملې تردید یې کړی دی خو بیا یې دا هم ویلي چې د خپلې خوښې په وخت او ځای به ځوابي حمله کوي.

د ورځپاڼې په لومړي مخ یو تبصره هم چې پکې د هندوستان د اقدام ملاتړ شوی دی او دا دریځ پکې خپل کړی شوی دی چې هندوستان دغه گام د خپلې دفاع په خاطر اخیستی او د دې پرته بله کومه لاره نه وه او نه هم هندوستان په پوځي کچه ښکیل کېدل غوښتل.

د هندوستان د "انډیا ټوډی" نومې ورځپاڼې په لومړي مخ په پاکستان د هندوستان د هوايي بمبارۍ په اړه په ژوندۍ بڼه په ټېلې وژن خبرونه او تبصرې کېدلې.

د هندوستان د هوايي پوځ یو پخواني مشر د انډیا ټوډی ته په دغه خپرونه کې وویل چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته پکار دي چې د هندوستان شکریه ادا کړي ځکه چې کوم کار هغه نه کوي هندوستان ورته وکړو.

د انډیا ټوډی په لومړي مخ د یو خبر سرخط دی چې د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر د پاکستان د استخباراتي ادارې ایي اېس ايي د سترگو تور دی او د یوبل خبر سرخط دی چې د هندوستان په سرښار کې یو رکشه ډرایور په پاکستان د حملو په خوشحالۍ کې مسافرو ته مفته سورلي ورکوي.

د هندوستان انډین اېکسپرېس ورځپاڼه کې یو خبر دی چې کانگرس ویلي د ترهگرۍ په ختمولو کې به د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. دي اېکسپرېس په لومړي مخ تر ټولو لوې خبر سره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان لوې تصویر هم چاپ شوی دی.

XS
SM
MD
LG