لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندي پوځ په پاکستانۍ وسلوالې ډلې کشمیر کې د خونړۍ حملې تور لگولی دی


کشمیر

د هند تر انتظام د لاندې کشمیر کې د پوځ پر یوه مرکز وسلوال برید شوی چې په نتیجه کې یې د ۵ پوځي سرتېرو په شمول د ١٠ تنو د وژل کېدو او د شاوخوا ل١٠ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

رپوټونه وایي دا برید د شنبې خالي په ورځ سهار وختي شوی، چې هدف یې د پوځ د ۳۶م غونډ (دستې) لوی مرکز وو، چې د جمو او کشمیر د پیاده عسکرو په شمول ۳۵۰۰ پوځي سرتېري پکې موجود دي.

د دې برید ذمه سمدستي کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو هندي چارواکو تور پورې کړی چې په دې برید کې جیشِ محمد وسلوال لاس لري، چې مشري یې مولانا مسعود اظهر کوي او مرکز یې په پاکستان کې دی.

پر جیشِ محمد ډلې پخوا هم دې ته ورته تورونه لګېدلي، چې وایي د هند د انتظام د لاندې کشمیر او د هند و پاکستان تر منځ د کشمیر پر وېشل شوې پوله یې وسلوال بریدونه کړي دي.

د هندي کشمیر د پارلماني چارو وزیر عبدالرحمن ویري وایي، څلور تنه وسلوال- چې پوځي وردۍ یې اغوستې وې- له روسي کلاشینکوفونو او لاسي بمونو سره د چېني په نوم یوه کلي ته ور ننوتل، چې پولې ته څېرمه د جمو ښار پر څنډه پروت دی.

وایي دوی د پوځي افسرانو پر کورونو برید وکړ، چې دوه پوځیان یې و وژل او لږ تر لږه نهه تنه یې ټپیان کړل، چې وایي په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په جمو کشمیر کې د هندي پوځ لیفټیننت کرنل دیویندر انند وایي، د برید په وخت وسلوال د استوګنې په یوه ودانۍ کې محاصره وو، چې د دوی ځانګړي ځواکونه ور ورسېدل او تر منځ یې نښته پیل شوه، چې شاوخوا ۲۴ ګنټې یې دوام وکړ.

هندي پولیسو رسنیو ته ویلي چې د پوځ او وسلوالو په نښته کې د وژل شویو پوځي سرتېرو شمېر پینځو ته ورسېد، خو وایي د یوه پوځي سرتېر پلار هم وژل شوی او په ځوابي ډزو کې څلور وسلوال هم وژل شوي دي.

کرنل انند وایي که څه هم وسلوال وژل شوي، خو اوس یې هم د پېښې په ځای کې د پلټنې عملیات روان دي او د پوځي افسرانو او سرتېرو د کورنیو غړي خوندي ځایونو ته رسوي.

د یکشنبې- اتوار په ورځ د هندي پوځ مشر جنرال بپن راوت هم د پېښې په تړاو په ځانګړې پوځي الوتکه کې د هندي کشمیر مرکز جمو ته ورغلی دی.

په وروستیو کلونو کې پر هندي پوځ دا یو بل خونړی برید دی، چې هندي چارواکو یې تور سمدستي پر پاکستان مېشتو وسلوالو ولګاوه او داسې ښکاري دا وروستی برید به د دغو دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی نور زیات کړي.

XS
SM
MD
LG