لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان د ٥ هندوستاني عسکرو د وژنې الزام


د هندوستان د انتظام د لاندې د کشمیر اعلا وزیر عمر عبدالله په ټویټر خپل پیغام کې ویلي داسې قسمه پیښې پاکستان سره تعلقات نه د معمول سره سمولی شي او نه بهتر کولی شي او د امن لپاره د اسلام آباد کوششونه د پوښتنو د لاندې راولي
د هندوستان د انتظام د لاندې د کشمیر اعلا وزیر عمر عبدالله په ټویټر خپل پیغام کې ویلي داسې قسمه پیښې پاکستان سره تعلقات نه د معمول سره سمولی شي او نه بهتر کولی شي او د امن لپاره د اسلام آباد کوششونه د پوښتنو د لاندې راولي
هندوستان ویلي پاکستاني ځواکونو کشمیر کې د هندوستان په عسکري پوسټ حمله کړې او پنځه هندي عسکر يي وژلې دي.
کشمیر کې د سرحدي تاؤ تریخوالې پیښه په داسې مهال رامنځته شوي چې د پاکستان او هندوستان د جنورۍ په میاشت کې د ځنډ ښکار امن مذاکرات د بیا شورو کولو اراده لري.
د هندوستان د انتظام د لاندې د کشمیر اعلا وزیر عمر عبدالله په ټویټر خپل پیغام کې ویلي داسې قسمه پیښې پاکستان سره تعلقات نه د معمول سره سمولی شي او نه بهتر کولی شي او د امن لپاره د اسلام آباد کوششونه د پوښتنو د لاندې راولي.
پاکستان د هندوستان دعوه رد کړې او دا يي بې بنیاده گرځولې ده. د پاکستان خارجه وزارت یو بیان کې ویلي عسکري چارواکو دا تصدیق کړی دی چې په لائن اف کنټرول د ډزو تبادله نه ده شوي چې په نتیجه کې يي داسې څه پیښه را منځ ته شوي وي.
څه موده وړاندې پاکستان هم په هند د خپل یو عسکر د وژنې الزام لگولی وو چې نوي دلې يي تردید کړی وو.
هند او پاکستان د کال ٢٠٠٣ راهسې کشمیر کې په لائن اف کنټرول د ډز بندۍ پابندي کړې ده. ددې نه وړاندې به کشمیر کې د هندوستان او پاکستان ځواکونو په منځ کې د ډزو تبادله اکثر کیدله.
هندوستان او پاکستان په کشمیر د ملکیت دعوي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG