لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي پوځ وايي د پاکستاني ځواکونو په ډزو یې یو عسکر وژل شوی


د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د هندي پوځ ترجمان لېفټېننټ کرنل دوندر انند وویل پاکستاني ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ماښام د کشمېر په راجوري علاقه کې د هندي ځواکونو په سرحدي پوسټ ډزې وکړې چې له امله یې درې هندي عسکر زخمیان شول او یو پکې وروسته مړ شو
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د هندي پوځ ترجمان لېفټېننټ کرنل دوندر انند وویل پاکستاني ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ماښام د کشمېر په راجوري علاقه کې د هندي ځواکونو په سرحدي پوسټ ډزې وکړې چې له امله یې درې هندي عسکر زخمیان شول او یو پکې وروسته مړ شو

د هندوستان او پاکستان پوځونو په کشمیر کې په یو بل د مارټرو او د ټوپکو ډزې کړي او د ډزو په تبادله کې د هندوستان یو عسکر وژل شوی او دوه نور زخمیان شوي دي. دا خبره د هندوستان پوځ کړې ده.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د هندي پوځ ترجمان لېفټېننټ کرنل دوندر انند وویل پاکستاني ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ماښام د کشمېر په راجوري علاقه کې د هندي ځواکونو په سرحدي پوسټ ډزې وکړې چې له امله یې درې هندي عسکر زخمیان شول او یو پکې وروسته مړ شو.

کرنل انند د ډزو دغه پېشه د کال ۲۰۰۳ د ډز بندۍ "راپاروونکي خلاف ورزي" وبلله او ویې وېل هندي ځواکونو پاکستاني پوخ ته مناسب ځواب وکړو.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل پاکستان د هندي پوځ‌ د بیان په اړه په سم لاسي ډول څه نه دي ویلي خو زیاته یې کړه په تېرو وختونو کې دواړه خوا په سیمه کې په یو بل د ډزو الزامات لګولي دي.

رپورټ وايي په سیمه کې د تېر کال راهسې د هندوستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی، هندي ځواکونو د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې وسله والو په یو مبینه مرکز هوايي حمله وکړه او وروسته پاکستان د هندوستان یو جنګي جهاز وغورځوولو.

هندوستان ویلي وو د وسله والو په مبینه مرکز یې بمباري د هند د انتظام لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو د هغې حملې په ځواب کې وکړه چې پکې یې ۴۰ عسکر وژل شوي‌ دي.

تېر کال د اګست په میاشت کې هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو او ای پي وايی د دې وروسته د دواړو ملکونو ترمنځ په کشمیر کې قریباً هره ورځ د ډزو تبادله شوې ده چې پکې د دواړو ملکونو ګڼ شمېر عسکر او ملکي کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG