لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

که هند او پاکستان بیا سره جنگ وکړي، نو د چا پوځي توله به درنه وي؟


د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي جگړې په اړه زیاتیدونکو اندیښنو، یو ځل بیا د نړیوالو پام د دواړو هیوادونو پوځي وړتیاوو او د ځواکونو ترمنځ تولې (انډول) ته اړولی دی.

هند او پاکستان دواړه ایټمي طاقتونه دي، خو څیړونکي وایي چې پر پاکستان باندې د ممکنه حملې لپاره هند د کولډسټارټ Cold Start تر نامه لاندې جگړه غوره گڼي. د کولډ سټارټ اصطلاح په هند کې دننه پاکستان ته د پوځي ځواب لپاره کارول کیږي او مانا یې دا ده چې کوم وخت هند وغواړي چې پر پاکستان حمله وکړي، نو دا به د پاکستان لخوا د ممکنه ایټمي وسلو استعمال وړاندې د هندي پوځ چټک حرکت او برید وي.

دا به څنگه وي؟ دا لا معلومه نه ده، ځکه چې یاده پوځي اصطلاح تر اوسه یوازې یوه مفکوره ده، خو په نړېوالو مطبوعاتو، د وسلو د څار ادارو، او د ځینو نورو سرچینو ورکړل شوي معلومات ښایي چې د هند مټ پر پاکستان، د ایټمي وسلو پرته، بل په هر میدان کې لوړ دی.

هند د ١٢٠٠ میلینه آبادۍ پر سر، نږدې دوه میلینه پوځ لري.

د امریکې د معتبره مجلې نیشنل انټرسټ د معلومات ترمخه، پاکستان د ٢٠٠ میلینو آبادۍ پر سر، نږدې اوه لاکهه پوځ لري.

د وسلو او پوځي تجهیزاتو له اړخه هم هند پر پاکستان برلاسی دی. یوه بله معتبره سرچینه سپیکټیټر انډکس Spectator Index وایي چې په هوایي ځواک کې د هند د پوځي جهازونو ټول شمیر ٢١٨٥، او د پاکستان د پوځي جهازونو شمیر ١٢٨١ ده.

د هند له ځمکني پوځ سره له ۴٠٠٠ نه زیات ټېنکونه دي، خو پاکستان سره بیا د دې شمیر نیمایي ټېنکونه شته.

همدا رنگه هندوستان ۴٦١۴ توپونه او راکټونه لري، خو له پاکستان سره د موجودو توپونو او راکټونو شمیر ١٦٩١ ته رسیږي.

د سمندري جنگي بیړېو توله هم د هند لوري ته درنه ده. هند ٢٩٥ او پاکستان ١٩٧ جنگي بیړۍ لري. د سمندري جگړې لپاره مهمه وسله اوبتل (سب مارین Submarine) گڼل کیږي. خو په دې کې هم هند ١٦ او پاکستان یوازې ٥ اوبتلونه لري.

د نیشنل انټرسټ ترمخه د هند د کال بوديجه د ۵۵ نه تر ۶۰ اربه ډالرو او د پاکستان د کال دفاعي بوديجه لس اربه ډالره ده.

دواړه هیوادونه په ١٩۴٧ کې د جوړېدو وروسته یوبل سره په دښمنۍ او سیالۍ بوخت دي. دواړو هیوادونو په ١٩۴٨، ١٩٦٥، او ١٩٧٠/١٩٧١ کې درې غټې جگړې کړي دي. څیړونکي وایي د ١٩٧١ نه وروسته که جگړه نده شوې، نو علت یې په دواړو هېوادونو کې د ایټمي وسلو پټه یا ښکاره موجودگي او بل په افغانستان د روس د جنگ پر مهال، د امریکا لخوا د پاکستان ملاتړ و چې هند او پاکستان په نږدې نیمه پیړۍ کې کومه غټه جگړه نده کړې.

په شرقي پاکستان (اوسني بنگله دیش) کې د پاکستاني پوځیانو مشر جنرال نیازی هندي جنرال ته د تسلیمیدو سند امضا کوي
په شرقي پاکستان (اوسني بنگله دیش) کې د پاکستاني پوځیانو مشر جنرال نیازی هندي جنرال ته د تسلیمیدو سند امضا کوي

د ایټمي وسلو د څار اداره SIPRI اټکل کوي چې پاکستان د هندوستان نه زیاتې ایټمي وسلې لري. د پاکستان په اړه ویل کیږي چې نږدې ١٥٠ پورې ایټمي بمونه لري. د دې په پرتله د هند د ایټمي بمونو شمیر ١٣٠ پورې ښودل کیږي.

د غټو جگړو نه بغیر، هند پاکستان باندې تور لگوي چې په ١٩٩٩ کې پاکستاني پوځیانو د لانجمن کشمیر په کارگل سیمه کې د جگړې د پیلولو هڅه کړې وه. پاکستاني او هندي بیطرفي څیړونکي د دغې محدودې جگړې پړه هم د پاکستان پر پوځ اچوي.

دواړه هیوادونه د کارگل د وړې جگړې د گټلو دعوه کوي، خو په تیرو درېیو غټو جگړو کې چې د هند او پاکستان ترمنځ شوې دي، په هغو کې د ١٩٧١/١٩٧٠ جگړه تر ټولو مهمه بلل کیږي. د دغې جگړې په پای کې هندوستان له بنگالیانو سره ودرېد او پاکستان په دوه حصو وویشل شو. غربي برخه پاکستان پاته شو، او شرقي برخه یې د بنگله دېش په نوم نوی هېواد جوړ شو.

په هغې جگړې کې د پاکستان پوځ ډېر بدنام شو او د بنگالیانو د بشر وژنې، د هغو پر ښځو د جنسي تیري، او د هغو د شتمنیو په لوټ او تالان تورن شو. بل دا چې د پاکستان نږدې ٩٠ زره پوځیان هند ته تسلیم شول او له ډېرو کوششونو وروسته د هند له قید نه خلاص شول.

XS
SM
MD
LG