پاکستان وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هندوستاني ځواکونو د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې په ډزو دوه پاکستاني عسکر او یو ملکي تن ووژلو. د پاکستان پوځ وویل د پاکستاني ځواکونو په جوابي ډزو کې یې هندي عسکرو ته درانه تلفات واړول. خو دا نه معلومه چې د هندی ځواکونو څه جاني نقصان هم شوی دی او که نا؟ د ایسوسي ایټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په کشمیر کې د د ډزو ورسته، په اسلام آباد کې د هندوستان یو سفارتکار د احتجاج دپاره د پاکستان خارجه دفتر ته وغوښتل شو او ورته وویل شو چې کشمیر کې د هندوستاني ځواکونو ډزې د کال ٢٠٠٣ د ډزبندۍ د معاهدې خلاف ورزي ده. اي پي په رپورټ کې دا خبره نه وه چې هندوستان د پاکستاني پوځ په دغه دعوه څه ویلي دي؟ کشمیر د هندوستان او د پاکستان ترمنځ ویشلي د همالیه د غرونو سیمه ده خو دواړه په ټوله سيمه د ملکیت دعوې لري. په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله د معمول خبره گڼل کیږي او دواړه هیوادونه په یو بل بغیر د څه راپارونو د ډزو الزامات لگوي. د امریکې خارجه وزارت وایي پاکستان او هندوستان له خپل ترمنځ د پولې په سر تاو تریخوالي کمولو لپاره د یو بل سره نېغ په نېغه خبرې اترې کول پکار دي. د پاکستان او هند ترمنځ تاو تریخوالي کمولو کې د امریکايي رول په اړه خبریالانو سره د خبرو په وخت د خارجه وزارت ویاندې حیدر نوورټ وویلي،دوي فکر کوي دواړه ګاونډي هیوادونو له د یوبل سره کیناستل پکاردي چې د ګډې سرحدي پولې ترڅنګ خپل ترمنځ یو شمیر لانجو باندې خبرې وکړي. د سویلي ایشیا دغه نیوکلیاي طاقتونو پاکستان او هند ترمنځ په ګډه سرحدي پوله وخت په وخت د ډزو پېښې رامنځ ته کیږي او دواړه ملکونه په یو بل د سرحدي پولې د خلاف ورزۍ تورونه لګوي.
|
پ |
---|---|
|
|
پاکستان: هندي ځواکونو کشمیر کې دوه پاکستاني عسکر وژلي
