لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند : الوتکه پریوتوله امله 158 کسان وژل شوي دي


هندي چارواکي وائي دهيواد په جنوبي برخه کې دمسافرو يوه الوتکه په ځنگلونو کې پريوتې او تباه شوې ده او پکې سپارۀ خواؤشا 158 کسان وژل شوي دي.

دغه الوتکه دخالي په سحر ددوبۍ څخه دهند ساحلي ښار مينگلور ته رسيدلى ؤ چې دغلته په رن وى دښکته کيدو په هڅه کې هغه په نزدې گڼو ځنگلونو کې له پريوتو وروستو تباه شوه او په زياترو برخو يې اور ولگيدو.
دهند په کرناټکا رياست کې رامينځته شوې دالوتکې دلويدلو ددغه پيښې وجوهات تر دې مهاله نۀ دي معلوم شوي.
دمقامي چارواکو وينا ده په سيمه کې دتيرو دوؤ ورځو راهسې سخت باران هم وريږي.
دفضائي کمپنۍ يو وياند له مخې په دغه پيښه کې د اته کسان ژوندي پاتې شوي دي.
دکرناټک دکورنيو چارو وزير غيرملکي خبري ادارې سره دخبرو په مهال وويل په دغه تباه شوې الوتکه کې 160 مسافر او شپږ دعملې غړي سپارۀ وؤ.
دپيښې څخه سم لاسي وروسته سيمې ته امدادي غړي رسيدلي او مړي يې روغتونونو ته رسولي دي.

XS
SM
MD
LG