د سږ کال د نيمايي پورې به د هندوستان ابادي د چین نه دوه اشاریه نهه مېلین زیاته شي. دا خبره متحده قومونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شویو معلوماتو کې وکړه.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د متحده قومونو د ا ندازو ترمخه د چین د یو ۱/۴۲۸۶ بېلین ابادۍ په مقابل کې به د هندوستان ابادي یو اشاریه څلور دوه پېنځه اووه بېلین نفوس ته ورسېږي.
چین د ۱۹۵۰ راهسې د دنیا تر ټولو زیاتې ابادۍ ملک دی. په دغه کال متحده قومونو د ابادۍ حساب کتاب ساتل شروع کړی دی.
ای پي وايي وړاندنۍ اندازه وه چې د موجوده لسېزې په ختمېدو به د هندوستان ابادي د چین نه زیاته شي خو په چین کې د ابادۍ په رفتار کې د کمي په سبب د هندوستان د ابادۍ رفتار ګړندی شوی دی.
ای پي وايي د چین په ابادۍ کې د اضافي رفتار د جمود ښکار دی د دې باوجود چې چین د یوماشوم د پالېسۍ نه په شا شوی دی.
د دې په مقابل کې هندوستان د ابادۍ لویه برخه ځوانان دي او په تېرو دریو لسېزو کې په هندوستان کې د پېدایش په وخت د ماشومانو د مړينې شرح کمه شوې ده.
ای پي وايي په هندوستان کې د ابادۍ زیاتېدل سماجي او اقتصادي مضمرات لري. متحده قومونه وايي هندوستان د ځوان کول تر ټولو زیاته ابادي لري چې شمېره يې ۲۵۴ مېلین ده او عمرونه يې د ۱۵ نه تر د ۲۴ کلونو پورې دي.
د ماهرینو ترمخه، ای پي وايي، که یو خوا د هندوستان زیاته ابادي په اقتصادي ترقۍ کې مرسته کولی شي نو بلخوا زیاته ابادي بار هم جوړېدلی شي که چېرې ډیر خلک د کار روزګار مناسبې موقعې و نه لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي