لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتجاج کوونکو هندي کروندګرو د نوي دلي په لال قلعه یرغل کړی


د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه مظاهره چیانو د لال قلعې دپاسه د خپلې اتحاديي او نور مذهبي بېرغونه پورته کړل. رپورټ وايي په عامه توګه د قلعې په دغه مقام د هند وزیراعظم د ازادۍ په ورځ قامي بېرغ ځوړندوي
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه مظاهره چیانو د لال قلعې دپاسه د خپلې اتحاديي او نور مذهبي بېرغونه پورته کړل. رپورټ وايي په عامه توګه د قلعې په دغه مقام د هند وزیراعظم د ازادۍ په ورځ قامي بېرغ ځوړندوي

په داسې مهال چې هندوستان د جمهوریت ورځ لمانځله، د زرګونو په شمېره کې په ټرېکټرو سواره احتجاج کوونکي کروندګر د نهې، سه شنبې، په ورځ سرښار نوي دلي ته ورننوتل او د ښار په تاریخي لال قلعه یا سرې قلعې یې یرغل وکړو.

پولیس د احتجاج کوونکو مخه نیولو دپاره په لارو کې پاټکې لګولې وې او د اوښکو ګېس یې هم استعمال کړو خو د دې باوجود احتجاج کوونکي نوي دلي او لال قلعې ته ورننوتل.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه مظاهره چیانو د لال قلعې دپاسه د خپلې اتحاديي او نور مذهبي بېرغونه پورته کړل. رپورټ وايي په عامه توګه د قلعې په دغه مقام د هند وزیراعظم د ازادۍ په ورځ قامي بېرغ ځوړندوي.

ای پي وايي په لال قلعه د احتجاج کوونکو یرغل خلکو ډیر په حېرانتیا په ټېلې وژن ولېدلو چې ښايي د کروندګرو احتجاج څومره زیات او د وزیراعظم نرندره مودي د حکومت دپاره څومره لویه مسله ده.

د ټرېټرو تر څنګ ځینې احتجاج کوونکي پېدل او ځینو په اسونو سواره وو. په ځینو ځایونو کې پرې خلکو ګلونه وشیدل.

هندي وزیراعظم نرندره مودي
هندي وزیراعظم نرندره مودي

د پولیس په وینا یو تن د ټرېکټر د نسکورېدو په پېښه کې مړ هم شو خو د ای پي ترمخه احتجاج کوونکي وايي دغه تن په ډزو وژل شوی دی. په ټېلې وژن ګڼ شمېر مظاهره چیان په وینو رنګ ولیدل شوو.

د احتجاج د منتظیمونو په قول د نهې، سه شنبې، په ورځ احتجاج کې د ۱۰ زره نه زیاتو کسانو سره د د خپلو ټرېکټرو شرکت وکړو.

د تېرو قربیاً دوو میاشتو راهسې په نوي دلي کې کروندګر چې زیاتره د پنجاب او هریانه صوبو د سېک مذهب منوونکي دي په نوي دلي کې د زراعت په اړه د حکومت د نوي قانون په ضد احتجاج کې ناست دي. احتجاج کوونکي وايي دغه قانون د زراعت او د کروندګرو دامدن دپاره زیانمن دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ احتجاج کې شریک ستپال سنګ چې د خپلې کورنۍ د پنځو غړو سره په ټرېټکټر سور و ای پي ته وویل "مونږ (وزیراعظم نرندره) مودي ته خپل زرو ښودل غواړوو."

نوی قانون چې پارلېمنټ د سپټمبر په میاشت کې منظور کړی حکومت وايي د کرونګرو په ګته دی او د شخصي کمپنیو د سرمایه کارۍ په زریعه به پېدوار کې د اضافې سبب وي.

ای پي وايي حکومت وړاندیز کړی چې په نوي قانون کې به ترمیم وکړي او د ۱۸ مبایشتو پورې به یې وځندوي خو کروندګر وايي دغه قانون دې په مکمله توګه ختم کړی شي.

د هندوستان د جمهوریت یا ریپبلک ډی د کال ۱۹۵۰ د جنورۍ په ۲۶ نېټه د ملک د ايين د منظوریدو په مناسبت لمانځل کېږي
د هندوستان د جمهوریت یا ریپبلک ډی د کال ۱۹۵۰ د جنورۍ په ۲۶ نېټه د ملک د ايين د منظوریدو په مناسبت لمانځل کېږي

احتجاج کوونکي وايي د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه به په پښو پارلېمنټ ته لاریون کوي. په دغه نېټه به حکومت د ملک نوی بجټ پارلېمنټ ته پېش کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کروندګرو احتجاج د هندوستان د جمهوریت د ورځې دستورې په شا کړې. په دې موقع وزیراعظم نرندره مودي د پوځي پرېډ کتنه وکړه او د هندوستان د پوځ جدیده وسله او الات او د ثقافت ښودنه وشوه.

د هندوستان د جمهوریت یا ریپبلک ډی د کال ۱۹۵۰ د جنورۍ په ۲۶ نېټه د ملک د ايين د منظوریدو په مناسبت لمانځل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG