لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هندوستان په سېلابونو کې ۳۰ کسان مړه شوي 


رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټېلې وژن تصویرونو کې ښکارېدل چې په سېلاب ځپلو سیمو کې اوبو موټرې په مخه کړې وې، پلونه د اوبو دلاندې شوي وو او سړکونه د سېلابونو له امله بند شوي وو

په هندوستان کې د درونو بارانونو له امله ناڅاپه په سېلابونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.

ای اېف پي خبري ادارې د هندي چارواکو له قوله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل په حېدر اباد کې ۱۹ کسان د دیوال د نسکورېدو او د بجلۍ شاټ نه مړه شوي دي.

رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټېلې وژن تصویرونو کې ښکارېدل چې په سېلاب ځپلو سیمو کې اوبو موټرې په مخه کړې وې، پلونه د اوبو دلاندې شوي وو او سړکونه د سېلابونو له امله بند شوي وو.

په حېدر اباد کې د یوې کورنۍ اته کسان د خپل کور بالکونۍ د غورځېدو له امله په سېلاب کې لاهو شوي دي. د کورنۍ د دوو غړو مړي موندل شوي او د نورو کسانو لټون دوام لري.

د پوځ او په بیړني حالاتو کې د امداد ادارې کارکوونکي په سېلاب کې د ګېر شویو کسانو مدد دپاره پرځای کړی شوي دي.

ای اېف پي وايي تلانګانا، اندراپرادېش او کرناټکه ریاستونه سېلاب ډیر متاثره کړي دي.

رپورټ وايي په هندوستان کې هر کال سلګونه کسان په سېلابونو کې مري چې چارواکي یې ذمه واري په ناقصه تعمیر او د خبردارۍ نظام په نېشت والي اچوي.

XS
SM
MD
LG