د هندوستان په ختیځ کې ١٦ کلنه جیني د جنسي تيري ورسته سوزول شوي او ژوند یې دلاسه ورکړی دی. بله ١٧ کلنه جینۍ هم په جنسي تیري کې سوزول شوي ده او چارواکو ویلي د بدن نیمايي برخه یې سوزیدلې ده.
په ١٦ کلنې جینۍ د جمعې په ورځ په جهارکنډ زیاست کې حمله شوي وه او د جنسي زیاتي ورسته وسوزول شوه.
پولیس د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د ١٦ کلنې جینې په کیس کې یې ١۴ کسان نیولي دي. په دغه کیس کې څلور نور مفروران دي.
پولیس ویلي ١٦ کلنه ماشومه څلورو کسانو وتښتوله، مور او پلار یې د کلې شورا ته د هغې د تښتونکو خلاف شکایت وکړو. شورا تښتونکي ٧٥٠ ډالر جرمانه کړل. ددې په جواب کې حمله کونکو د جینۍ په کور په داسې حالې اور ولگولو چې د هغه کور دننه وه او په اور کې وسوزیده.
د ١٧ کلنې جینۍ د کیس په اړه پولیس ویلي د هغې د کلي یو سړي په هغې د جنسي تېري په غرض حمله وکړه خو کله چې هغې مزاحمت وکړو نو دغه ١٩ کلن تن په هغې تیل واچول او اور یې ورته کړو. د جینۍ د بدن نیمايي برخه سوزیدلې ده.