لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ماشومې د جنسي تېري په جرم د هندوستان یو گورو سزا شو


اسارام باپو

په ماشومې د جنسي تېري په جرم د هندوستان یو گورو ته د شورو، چارشنبې، په ورځ عدالت د عمرقید سزا واوروله.

آسارام باپو ته د جوهدپور په زندان کې سزا واورول شوه.

هندي چارواکو ویلي د هغه د پلویانو د تشدد راپارولو د ویرې له امله د اسارام مقدمه په زندان کې وشوه.

د هندو مذهب خود سره مشر ٧٧ کلن اسارام به خپلو مریدانو ته د جنسي خواهشاتو نه د ازاد ژوند تېرولو درس کولو. په هغه تور و چې پنځه کاله وړاندې د روحانې دورې په مهال یې په یوې ١٦ کلنې جینۍ جنسي تېری کړی و. هغه په وار وار دغه تور رد کړی دی.

د آسارام باپو مقدمه د جنسي تېري په ځینې هغه مقدمو کې شامله وه چې په تېره څه موده کې یې په هندوستان کې مظاهرې راپارولې وې او د حکومت د قانون عملي کولو ادارو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې وې چې د جنسي تېري ښکار مېرمنو ته په انصاف ورکولو کې ناکامه شوي دي.

په ورستۍ موده کې په مېرمنو د جنسي تېري، قتلونو او حملو ورسته د هندوستان حکومت د هغه مجرمانو دپاره د مرگ سزاگانې منظورې کړې دي چې د ١٢ کلونو نه د کم عمر جینکو سره یې جنسي فعل کړی دی.

حکومت ویلي په داسې قسمه جرمونو کې د ملزمانو مقدمې به زر تر زره سرته رسول کیږي او پولیس به په دوو میاشتو کې خپل تفتیش پوره کوي.

په تېرو هفتو کې د هندوستان په مختلفو ښارونو کې هغه وخت قهرجنې مظاهرې راوپارېدې کله چې په کشمیر کې د یوې اته کلنې مسلمانې ماشومې په اړه معلومات رابرسیره شول. دغه ماشومه د جنورۍ په میاشت کې تښتول شوي وه، هغې ته نشه ورکړی شوي وه او څو ورځې ورسره په زور جنسي فعل کیدلو. ورسته هغه ووژل شوه.

په دغه معامله قهر لا نور هم وپاریدو چې هندو فعالانو د ماشومې په قتل کې د نیول شوو اتو ملزمانو په حق کې مظآهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG