لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ۱۹ کلنې مېرمن د جنسي تېري او د هغې د مرګ وروسته په نوي دلي کې احتجاجونه شوي


د وي او ای د انګریزۍ څانګه د پېښې په اړه خپل رپورټ کې وايي دلېت ذات په مېرمنو د جنسي تېریو لوی فهرست لري او د هندوستان د حکومت د کال ۲۰۱۸ معلوماتو ترمخه په هېواد کې هر ۱۵ منټه کې د جنسي تېري پېښه رپورټ کېږي او په کال ۲۰۱۸ کې په زور د جنسي فعل یا رېپ۳۴۰۰ کېسونه رپورټ شوي وو
د وي او ای د انګریزۍ څانګه د پېښې په اړه خپل رپورټ کې وايي دلېت ذات په مېرمنو د جنسي تېریو لوی فهرست لري او د هندوستان د حکومت د کال ۲۰۱۸ معلوماتو ترمخه په هېواد کې هر ۱۵ منټه کې د جنسي تېري پېښه رپورټ کېږي او په کال ۲۰۱۸ کې په زور د جنسي فعل یا رېپ۳۴۰۰ کېسونه رپورټ شوي وو

د هندوستان په اتر پردېش ریاست کې په یوې ۱۹ کلنې مېرمن د جنسي تېري او د هغې د مرګ وروسته په سرښار نوي دلي کې احتجاجونه شوي دي.

د هندي چارواکو په وېنا د دلېت ‌ذات په دغه مېرمن د بل ذات، چې اوچت ګنل کېږي، څلورو سړو د سپټمبر په ۱۴ نېټه جنسي تېری وکړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه د پېښې په اړه خپل رپورټ کې وايي دلېت ذات په مېرمنو د جنسي تېریو لوی فهرست لري او د هندوستان د حکومت د کال ۲۰۱۸ معلوماتو ترمخه په هېواد کې هر ۱۵ منټه کې د جنسي تېري پېښه رپورټ کېږي او په کال ۲۰۱۸ کې په زور د جنسي فعل یا رېپ۳۴۰۰ کېسونه رپورټ شوي وو.

د وي او ای رپورټ وايي قریباً ۱۰ میاشتې وړاندې په اترپردېش کې ۲۳ کلنه دلېت مېرمن په داسې حال کې وسوزول شوه چې په هغې د شوي جنسې تېري مقدمه درج کوولو دپاره هغه عدالت ته روانه وه.

د جنسي تېري ښکار ورستۍ مېرمن چې د مرګ په سر یې د نهې، سه شنبې، په ورځ په نوي دلي کې احتجاجونه وشول، د ګل، دوشنبې، په ورځ د دلي صفدرګنج هسپتال ته راوستل شوي وه او د چارواکو په وېنا علاج په مهال یې ساه ورکړه.

د هغې د مرګ وروسته د دلېت ذات فعالان په هسپتال کې جمع شول خو سړګ کې یې احتجاجً بند کړو. په هندوستان کې د دلېت ذات ابادي ۲۰۰ مېلین ده.

رویټرز خبري ادارې ترمخه د بهم ارمي نومې د دلېت ‌ذات غړو د حقونو یو تنظیم فعالان د هسپتال مرده خاني نه بهر جمع شوي وو او نعرې یې کولې. د تنظیم مشر چندره شیکر ازاد وویل په ټول هېواد کې دې د دلیت ذات خلک لارو کوڅو ته راووځي او په جرم کې ککړو کسانو د تېزندي کېدو غوښتنه دې وکړي.

بلخوا، چارواکو وویل په ۱۹ کلنې ښځې د جنسي زیاتي په لړ پولیس څلور کسان ګرفتار کړي دي. چارواکو دا باور څرګند کړی چې د پېښې پلټنې به په بېړنۍ ډول سر ته رسول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG