د هندوستان او پاکستان تر منځه د جګړې د خطر کمیدو څو ورځې وروسته نوي ډیلي یو وارې بیا د اسلام اباد نه د هیواد دننه د ترهګرو ډلو پرضد د کوټلي ګامونو کولو غوښتنه کړې. او د پاکستان لخوا یې د ترهګرو ډلو پرضد په نژدیو کېپورته کړې شوي ګامونو شکونه څرګند کړي.
روانه اونۍ د پاکستان حکومت لخوا د هیواد دننه د یو شمیر ترهګرو ګوندونو یو شمیر غړي نیول شوي او د دغه ګوندونو د انتظام لاندې چلیدونکو مدرسې تړل شوي دي. په نېول شوي تنانو کې د جېش محمد ګوند مشر مسعود اظهر ورور او ځوی هم شامل دي. د پاکستان حکومت وايي دغه ګامونه يې د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګلارې یا نېشنل اېکشن پلان لاندې پورته کړي.
خو د پاکستان لخوا د ترهګرو ډلو پرضد په دغه ګامونو هندوستان خوشحاله نه ښکاري. هند تل په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې هغه ترهګرو ډلو له پناه ځایونه ورکړي او مرستې یې کوي کومې چې په هندوستان کې بریدونه کوي. خو اسلام اباد تل دغه تورونه ردوي.
د خالي یا شنبې په ورځ د هندوستان د خارجه وزارت ویاند رویش کمار یو خبري غونډې ته د وینا په وخت ویلي، پاکستان د هند او نړیوالې ټولنې جاېزو غوښتنو ته ریشتونې ژمنه نه ده ښودلې.
نوموړي ویلي ٫٫ مونږ د پخوا په شان سکرپټ (ګامونه) وینو کله هم چې په هندسوتان کې بریدونه شوي، پاکستان د یو شمیر ډلو او تنانو پر ضد یواځې په کاغذونو کاروايي کوي. خو په حقیقت کې دغه ډلې او کسان بغیر د څه مشکله خپله فعالیتونه جاري ساتي.٬٬
هندوستان د پخوا راهسې د پاکستان نه د جېش محمد تندروه ډلې مشر مسعود اظهر پر ضد د ګامونو غوښتنه کوی. جېش محمد تندروه ډلې د فرورۍ په ۱۴مه نېټه د هند د ولقې لاندې کشمیر کې په هندي عسکرو د برید پړه په غاړه اخستې. په دغه برید کې ۴۴ هندی عسکر وژل شوي وو.
د فرورۍ د دغه برید وروسته هندي الوتکو د خېبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې هوایي بریدونه ترسره کړل. هندوستان وايي په دغه بریدونو کې يې د جېش محمد ډلې یو مرکز یا کېمپ په نخښه کړی. د دغې برید په ځواب کې پاکستان ځوابي بریدونه وکړل. د دغې وروسته دواړه هیوادونو ترمنځ تاو تریخوالی سېوا شوی وو او د دواړو تر منځه د جنګ خطر ډیر شوی وو. امریکا او اېتلافي هیودونو په مرسته بیا د دواړه تر منځه د جګړې خطره کمه شوه.
د هندوستان د خارجه وزارت ځېنو چارواکو ویلي ٫٫ هندوستان به د ذمه وارۍ او پوهې نه کار اخلي خو پوځ به يې د خپل هیواد او خلکو د دفاع لپاره چمتو ولاړ وي.٬٬
د هندوستان او پاکستان په اړیکو نظر لرونکي پوهان ګڼي هند غواړي په پاکستان هم دغه شان نړیوال فشار وساتي چې د هیواد دننه ترهګرو ډلو پرضد ګامونه واخلي.