لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندوستان په يوه ورځ کې د نړۍ تر ټولو زیات د کرونا وایرس نوي کېسونه رپورټ کړي


د ابادۍ په لحاظ د نړۍ دویم لوی هیواد هندوستان دا مهال د کرونا دویمې څپې د لاسه ټر ټولو زیات اغیزمن هیواد دی چېرته چې د زیاتو ناروغانو د لاسه د دغه هیواد د صحت نظام د سخت فشار دلاندې دی شوی

په هندوستان کې چارواکو ویلي د زیارت، چهارشنبې، په ورځ په هیواد کې د کرونا ۳ لکه ۱۴ زره او ۸۳۵ نوي کېسونه رپورټ شوي دي چې په تیر یو کال کې په یو ملک کې د کرونا وایرس د یوې ورځې د نویو ناروغو تر ټولو زیاته شمېره ده.

د وي او ای د نګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه په هندوستان کې د کرونا وایرس د زیاتېدو له امله د اکسیجن کمی دې حد ته رسېدلی چې یو عدالت چارواکو ته ویلي که په منت زارۍ وي او که په غلا خو د کرونا مریصانو دپاره دې د اکسیجن بندوبست وکړي.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون ترمخه د دې وړاندې سږ کال د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په امریکا کې په یوه ورځ ۳ لکه ا ۳۱۰ کېسونه رپورټ شوي وو چې تر اوسه پورې د یوې ورځې تر ټولو زیاته شمېره وه.

د ابادۍ په لحاظ د نړۍ دویم لوی هیواد هندوستان دا مهال د کرونا دویمې څپې د لاسه ټر ټولو زیات اغیزمن هیواد دی چېرته چې د زیاتو ناروغانو د لاسه د دغه هیواد د صحت نظام د سخت فشار دلاندې دی شوی.

په هندوستان کې هسپتالونه د ناروغانو ډک او د اکسیجن د کمۍ سره مخ دي.

د اکسیجن د کمې مسله دومره سخته شوې چې د سرښار نوي ډیلي ستر عدالت یا هايي‌کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې د صنعتي څانګې نه دې هسپتالونو ته اکسیجن پوره کړی شي.

د نوي ډیلي د یو هسپتال لخوا شوي یو خواست د اورونې په مهال د عدالت جج په خپله فیصله کې ویلي "چا ته سوال وکړئ، په قرض یې واخلۍ او یا یې غلا کړئ" خو اکسیجن پیدا کړئ.

د زیارت / پنجشنبې ورځ په هند کې پرله پسې اتمه ورځ ده چې د ۲لکه نه زیات د کرونا کېسونه رپورټ‌ کیږي. د دې تازه شمېرو سره په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۵.۹ میلینه ته رسیدلې چې د زیاتو ناروغانو په حساب د نړۍ دویم هیواد ګرځیدلی.

د زیاتو ناروغانو په حساب امریکا تر ټولو مړۍ ده چرته چې ۳۱.۸ میلینه د کرونا ناروغان دي.

د هندوستان د صحت وزارت بیا ویلي چې د زیارت په ورځ په هند کې د کرونا د لاسه ۲۱۰۴ تنه مړه شوي. د دغې تازه مرګونو سره په هند کې د مرګونو شمېره ۱ لکه ۸۴ زره او ۶۵۷ ته رسیدلی چې له سببه یې هدیرې او شمشان ګاټونه د مړو ډک شوي.

په هندوستان کې د صحت کارپوهان د کرونا خوریدو تور د وایرس په دویم قسم چې ډیر په تیزۍ سره خوریږي او ورسره تیره کال په بندیزونو کې د نرمۍ په راوستو لګوي. کله چې تیر کال کرونا لګه قابو شوه نو حکومت زیات بندیزونه پورته کړل. د کرونا زیاتیدونکې پېښو په سر د هندوستان په وزیراعظم نریندرا موندي هم سخت ټکونه کیږي چا چې لوې سیاسي غونډې ترسره کړي او سره د دې یې د هندو مذهب مننونکو کلیزې دستورې اجازه هم ورکړې چې پکې په مېلینونو خلکو ګډون کړی.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو تر مخه په ګرده نړۍ کې د کرونا نه اغیزمنو خلکو شمېره ۱۴ کروړه، ۳۸لکه ۶۳ زره او ۸۷۰ته رسیدلی. په دغو کې ۳۰ لکه ۵۸ زره او ۶۴۰ مرګونه هم شامل دي. تر ټولو زیات مرګونه بیا په امریکا کې شوي چې شمېره یې ۵ لکه او ۶۹ زره نه زیاته ده.

تیره ورځ د نیو انګلېنډ جرنل اف مېډیسن یوې څېړنې لومړۍ برخې خپریدو کې ویل شوي چې د فاېزر او موډرنا وېکسین چې دوه خوراکه لري حامله ښځو ته د دغه وېکسینو ورکول کوم خطر نه لري.

په دغه څېړنه کې د سي ډي سي یا سنتر فار ډیزیز کنټرول اېنډ پریونشن د وېکسینو د څار نه معلومات اخستل شوي. په دغې څیړنه کې د برخه اخستونکو د وېکسینو د دوي په صحت شوي اثراتو په اړه معلوما ت راغونډ شوي.

د څیړنې تر مخه د ۳۵ زرو نه زیاتو حامله ښځو چې د دسمبر د ۱۴مې نېټې نه د فرورۍ میاشتې ۲۸مې نېټې پورې وېکسین اخستي، دوي هم هغه شان اثرات لیدلي کوم چې عامو ښځو یا غیر حامله ښځو ته شوي. په دغه اثراتو کې د ستنې په ځاې کې درد، ستوماني، د سر او وجود درد شامل دی.

XS
SM
MD
LG