لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې تیزرفتار موبایل انټرنېټ بحال کړو


رویټرز په خپل رپورټ کې وویل چې هندوستان په کال ۲۰۱۹ کې کشمېر په دوو برخو کې ووېشلو او کشمیر وادۍ ته یې اضافي امنیتي عسکر ولېږل او د سیاسي مخالفینو په ضد یې ګامونه شروع کړل
رویټرز په خپل رپورټ کې وویل چې هندوستان په کال ۲۰۱۹ کې کشمېر په دوو برخو کې ووېشلو او کشمیر وادۍ ته یې اضافي امنیتي عسکر ولېږل او د سیاسي مخالفینو په ضد یې ګامونه شروع کړل

هندوستان د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د خپل انتظام لاندې کشمیر کې به تېز رفتار موبایل انټرنېټ بحال کړي چې. د مابایل انټرنېټ دغه سهولت تېر کال د اګست په میاشت کې د مسلمانانو د اکثریت د دې سیمې خصوصي خپلواکه حېثیت د ختمېدو په وخت ځنډول شوی و.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه حکومتي ترجمان روهېت کنسال په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې په ټول جمو او کشمیر کې د موبایل فور جي انټرنېټ سرورس بحال کړی شو.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل چې هندوستان په کال ۲۰۱۹ کې کشمېر په دوو برخو کې ووېشلو او کشمیر وادۍ ته یې اضافي امنیتي عسکر ولېږل او د سیاسي مخالفینو په ضد یې ګامونه شروع کړل.

رپورټ وايي په هندي کشمیر کې د حکومت په نیول شویو مخالفینو کې پخوانی اعلا وزیر (چیف منسټر) عمر عبدالله هم شامل و او په ټوېټر یې کشمیر د موبایل انټرنېټ په بحالېدو یې خوښي څرګنده کړه.

عمرعبدالله په خپل ټوېټر پېغام کې وویل وویل "4G مبارک" او زیاته یې کړه چې د ۲۰۱۹ د اګست د میاشت پس به لومړي ځل به په ټول جمو او کشمیر کې به اوس خلک فور جي انټرنېټ استعمالولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG