لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او روس د همکارۍ د زیاتولو په موضوع خبرې وکړې


جی شنکر د دواړو ملکونو په تجارت کې د پرمختګ خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ پوټن سره د ملاقات په موقع وکړه. د روس او هند د تجارت مالیت 50 بېلین ډالرو نه زیات شوی دی
جی شنکر د دواړو ملکونو په تجارت کې د پرمختګ خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ پوټن سره د ملاقات په موقع وکړه. د روس او هند د تجارت مالیت 50 بېلین ډالرو نه زیات شوی دی

د روس د دورې په مهال د هندوستان د خارجه چارو وزیر سوبرامېنین جی شنکر د صدر ولادېمېرپوټن سره ملاقات کړی او ویلي یې دي چې روس او هندوستان په تجارت کې پرمختګ کړی دی.

جی شنکر د دواړو ملکونو په تجارت کې د پرمختګ خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ پوټن سره د ملاقات په موقع وکړه. د روس او هند د تجارت مالیت 50 بېلین ډالرو نه زیات شوی دی.

روس ته د هندي خارجه وزیر د سفر په مهال دواړو ملکونو خپله ملګرتیا، تجارتي او سټرټيجېک همکاري د زیاتولو په موضوعاتو خبرې وکړې.

د روس او هند په تجارت کې د پرمختګ په لړ کې جی شنک وویل د دواړو ملکونو د تجارتي تعلقاتو صلاحیت ښکاره کېدل شروع شوي دي.

هند د روس په لویو اقتصادي همکارانو کې شامل ملک دی او په اوکراین د روس د یرغل وروسته په روس د مغربي ملکونو د پابندیو او د مغربي ملکونو د احتجاجونو باوجود هندوستان روس نه د تېلو درامدات زیات کړي دي.

هندوستان د اوکراین د جنګ په اړه غېر جانبدارانه دریځ اختیار کړی او وايي چې روس یې د لسیزو راهسې ملګری او اتحادي دی.

د روس سرکاري خبري ادارې تاس ترمخه، جی شنکر سره د ملاقات په موقع پوټن وویل چې د روس او هندوستان تجارت پرله پسې په دویم کال هم زیات شوی، په خصوصي توګه د تېلو د درامداتو او د ټېنکنالوجۍ په برخو کې.

پوټن د هند وزیراعظم نرندره مودي ته د ماسکو د دورې بلنه هم ورکړه.

د تېرو شلو کلونو نه زیات وخت راهسې روس او هند هر کال د سر مشرانو غونډه کوي او په اوکراین کې د جنګ نه پس دغه غونډه نه ده شوې.

هند د سرمشریزې غونډې د نه کېدو څه رسمي سبب نه دی ښودلی خو څېړونکي وايي دا د هند د هغو کوښښونو برخه ده چې روس او مغربي ملکونو سره خپلو تعلقاتو کې د احتیاط کار اخلي.

مودي د جون په میاشت کې د امریکې د دورې په مهال په واشنګټن کې د صدر جوبایډن سره ولیدل او دغه ملاقات د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې نوی تحریک ګڼل کېږي.

پوټن سره د جی شنکر ملاقات اهم ګڼل کېږي ځکه چې روسي صدر په عمومي توګه د ماسکو په دوره د غېر ملکي خارجه وزیرانو سره ملاقاتونه نه کوي. څېړونکي وايي دا دې خبرې عکاسي هم کوي چې روس په نړیواله سطح یوازې نه دی.

د روس د پینځو ورځو د سفر په مهال جی شنکر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو سره هم ولیدل.

په مشترکه خبري کانفرنس کې لاو رو وویل په پوځي همکارۍ او په مشترکه ډول د جدیدو وسلو د جوړولو په امکان یې هم خبرې وکړې.

د تېرو څو لسیزو راهسې هند په لویه پېماه د روس نه وسلې اخلي او د خپل ضرورت د عسکري ساز او سامان په دریو کې دریمه برخه درامدات د روس نه کوي خو په تېرو څو کلونو کې نوي دلي کوښښ کړی چې په خپلو درامداتو کې تنوع پېدا کړي.

د خپلې دورې په مهال روس سره د هند د تعلقاتو په اړه جی شنکر وویل په نړیوالو تعلقاتو کې روس د هند دپاره یو مستقل عنصر پاتې شوی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په ماسکو کې مېشته هندي شهریانو سره ملاقات کې جی شنکر وویل د ایټمي دفاع او خلاف په برخو کې یوازې هغه ملکونه د یو بل سره همکاري کوي چې په یو بل ډیر اعتماد کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG