لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي په قطر کې په مرګ سزا شویو هندي وګړو د ژغورنې دپاره به ټولې قانوني لارې لټوي


د هندي ميډيا ترمخه دا اته هندي وګړي د انډين نيوي نه ريټاير شوي او په قطر کې يې الداهرا کمپنۍ سره د مشاورينو په توګه روزګارکولو. دوی د قطر حکومت ته د سب ميرين په اخستلو کې مشورې ورکولې
د هندي ميډيا ترمخه دا اته هندي وګړي د انډين نيوي نه ريټاير شوي او په قطر کې يې الداهرا کمپنۍ سره د مشاورينو په توګه روزګارکولو. دوی د قطر حکومت ته د سب ميرين په اخستلو کې مشورې ورکولې

د هند حکومت د زيارت، پانجشنبې په ورځ ويلي هغه ټولې قانوني لارې لټوي چې خپل اته وګړي وژغوري چې د قطريو عدالت ورته د سازش په تور کې د مرګ سزا اورولې ده. دا هنديان د قطر په يوه کمپنۍ کې په روزګار وو.

د هندي ميډيا ترمخه دا اته هندي وګړي د انډين نيوي نه ريټاير شوي او په قطر کې يې الداهرا کمپنۍ سره د مشاورينو په توګه روزګارکولو. دوی د قطر حکومت ته د سب ميرين په اخستلو کې مشورې ورکولې.

د هند د خارجه چارو وزارت په يو بيان کې ويلي د فيصلې پوره تفصيل ترلاسه کولو ته انتظار کوي.

په بيان کې ويلي شوي “مونږ د هغوی د کورنو د غړو او د قانوني ټيم سره په رابطه کې يو او ټولې قانوني لارې لټوو. مونږ دې مقدمې تهډېر اهميت ورکوو او د نزدې نه يې څارو. مونږ به هر قسم سفارتي او قانوني امداد ورکوو او دا فيصله به د قطر د چارواکو سره پورته کوو”.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG