لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان خلا ته د انسان بغیر خلاي جهاز لیګلو تیاري کوي


هندوستان په خلاي پروګرام کې د لوي ګام ایښودو لپاره تیارۍ کوي او سپوږمۍ ته د انسان بغیر خلاي جهاز لیګلو سره په خلاي پروګرام کې د نړۍ ترټولو وړاندې ملکونو په صف کې ځان مضبوطوي.

د هندوستان د خلاي پروګرام اداره په ملک کې دننه ټیکنالوجۍ په مرسته تیار کړی خلاي جهاز سپوږمۍ ته د لیګلو پلان لري کوم چې به د ستمبر په ۶مه یا ۷ مه نېټه د سپوږمۍ په خاوره کوزیږي.

د ۱۴۱ ملینه ډالره په لګښت چندریان-۲ مشن به د سپوږمۍ د زمکې نقشې او معدنیاتو کتنه کوي او د سپوږمۍ په خاوره به د اوبو لټون کوي. د هند خلاي ادارې په یو بیان کې ویلي دوي به په زړورتیا سره هغه ځایونو ته ځي چرته چې نور ملکونه تلي نه دي.

پداسې حال چې هندوستان د نړۍ پنځم لوي اقتصادي ملک جوړیدو ته نزدې کیږي، ددغه هیواد قام پرست حکومت وزیراعظم نریندرا مودي په امنیت او ټیکنالوجۍ کې خپل طاقت ښکاره کولو خواهش مند دی.

هندوستان د مارچ په میاشت کې په کامیابۍ سره د خلاي سیارې ویشتو د وسلې آزموینه کړې وه. نریندار مودي ددغه تجربې په اړه ویلي وو چې دا د امریکې، روس او چین ترڅنګ د هندوستان د خلاي طاقت څرګندونه کوي. هندوستان د کال ۲۰۲۲ م پورې خلا ته د انسان لیګلو منصوبه هم لري. خلا ته د انسان لیګلو سره به هند د نړۍ څلورم ملک جوړ شي.

امریکا د کال ۲۰۲۴ تم پورې د سپوږمۍ سویلي اړخ ته د انسان سره خلاي جهاز لیګلو باندې کار کوي. امریکا روانه میاشت سپوږمۍ ته د انسان لیګلو ۵۰ تمه کلیزه لمانځي. ۵۰ کاله وړاندې د امریکې اپولو-۲ مشن کې خلا بازان، نیل آرمسټرانګ او بز الډرین تر ټولو لومړي انسانان وو چې د سپوږمۍ په خاوره یې قدم ایښودی وو. روان کال د اپریل په میاشت کې د اسراییل یو شخصي کمپنۍ جوړ د انسان نه بغیر خلاي جهاز د سپوږمۍ د پاسه کوزیدو په وخت تباه شوی وو.

د هندوستان د لسیزو راهسې خلاي تحقیق له کبله هندوستان د خلاي سیارې پرمختګ، د مواصلاتو او د خلا نه په زمکه د معلوماتو ترلاسه کولو میدان کې ډېر وړاندې تګ کړی چې له وجې یې سمندر کې د مهیانو مهاجرت او د طوفانونو او سیلابونو پیش بیني کولو ترڅنګ په ملک کې دننه یو شمېر مسلو حل کولو کې مرسته شوې.

د هندوستان اولنی خلاي مشن چندریان-۱ چې په سنسکریت ژبه کې د سپوږمي جهاز ته ویل کیږي، د سپوږمۍ په مدار کې په کال ۲۰۰۸ کې چکر وهلی وو او د سپوږمۍ په خاوره یې د اوبو موجودګۍ پخلي کې مرسته کړې وه. په کال ۲۰۱۳-۱۴ کې هندوستان د مریخ ګېر چاپيره مدار ته د خپل ملک اولنۍ سیاره لیګلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG