لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نه رغیدونکی ناروغه په زهرژنه ستن وژل روا دي؟


ارونه شین باگ د کال ١٩٧٣ راهسې په کټ لاعلاجه پرته ده. د هغې وکیلې عدالت ته خواست کړی چې پرځائې ددې میرمن ارونه ته د مرگ ستن ولگول شي، هغې نه دې د ساه اخیستلو الات لرې کړی شي او د هغې خوراک دې بند کړی شي چې دا رنگ يي ژوند ختم شي
ارونه شین باگ د کال ١٩٧٣ راهسې په کټ لاعلاجه پرته ده. د هغې وکیلې عدالت ته خواست کړی چې پرځائې ددې میرمن ارونه ته د مرگ ستن ولگول شي، هغې نه دې د ساه اخیستلو الات لرې کړی شي او د هغې خوراک دې بند کړی شي چې دا رنگ يي ژوند ختم شي

د هندوستان تر ټولو لوې عدالت، سپریم کورټ، ویلي ډاکټران قصداً یو لا علاجه مریض ته د مرگ ستن یا دوا نشي ورکولی خو د ژوندي ساتلو دپاره دغه مريض نه د ساه اخیستلو الات لرې کولی شي او یا پرې خوراک هم بندولی شي.

د انډین ایکسپریس نومې ورځپاڼې ترمخه، عدالت ویلي داسې مری‍ض چې د ډیر وخت راهسې په کټ پروت وي او د روغیدو څه امکان يي نه وي، د هغه نه د ساه اخیستلو الات لرې کول به د مرگ اقدام نه وي.

ددې برعکس، د یو لاعلاجه مریض ژوند ختمولو دپاره هغه ته ستن لگول یا نور داسې څه دوا ورکول غیرقانوني گام دی چې مریض پرې وژل کیږي.

عدالت ویلي د ډاکټرانو له خوا یو مریض ته ساه اخیستلو الات د لرې کولو فیصله به د ججانو ډاله د ډاکټرانو په درخواست کوي.

د یوتنیزیه یا د مریض د ژوند د ختمولو په اړه د سپریم کورټ فیصله د یوې نرس د وکیلې په درخواست مخې ته راغلې ده.

ارونه شین باگ د کال ١٩٧٣ راهسې په کټ لاعلاجه پرته ده. د هغې وکیلې عدالت ته خواست کړی چې پرځائې ددې میرمن ارونه ته د مرگ ستن ولگول شي، هغې نه دې د ساه اخیستلو الات لرې کړی شي او د هغې خوراک دې بند کړی شي چې دا رنگ يي ژوند ختم شي.

د هندوستان سپریم کورټ قصداً مریض مرگ ته د رسولو اقدام خو ممانعت کړی خو په غیر مستقیمه ډول د لاعلاجه مریض ژوند د ختمولو مخالفت نه دی کړی لکه په مریض خوراک بندول او هغه د ساه د اخیستلو نظام لرې کول.

عدالت دا هم ویلي په دې اړه دې پارلیمنټ قانون سازي وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG