لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان کې د کرونا وایرسه د مړو شمیره د ۵۰ زرو اوختې


په هندوستان کې د ګل په ورځ د کرونا وایرسه د ۹۰۰ نه زیاتو مرګونو رپورټ کیدو سره په دغه هیواد کې د یادې وبا د لاسه د مرګونو شمیره د ۵۰ زرو نه پورته شوه.

د ګل په ورځ رپورټ شوې ۹۰۰ مرګونه په هند کې په یوه ورځ کې تر ټولو اوچته شمیره ده.

په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرسه د زیاتو مرګونو په حساب هندوستان څلورم هیواد شو. امریکا،‌ برازیل او میکسیکو کې د هندوستان نه زیات مرګونه شوي.

نیوزي لېنډ د نړۍ هغه هیواد چې تر ۱۰۰ ورځو پورې یې د هیواد دننه د کرونا پېښې نه رپورټ کیدل لمانځلي وو، د کورنا نوې څپې خوریدو د لاسه یې راروانه میاشت کیدونکي انتخابات وځنډول.

وزیراعظمې جسېنډا ارډریم اعلان کړی په هیواد کې به اوس قامي انتخابات د اکتوبر په ۱۷مه نېټه ترسره کیږي او دا چې انتخابات به نور نه ځنډوي.

د ګل په ورځ په نیوزي لېنډ کې دصحت چارواکو ترمخه نهه نوي کېسونه رپورټ شوي چې ورسره په دغه هیواد کې د نوو کېسونو ټوله شمیره ۷۸ ته ورسیدله.

په نیوزي لېنډ کې د کرونا وبا نوی مرکز آکلېنډ ښار د نور یوې اونۍ لپاره تړل شوی یا لاک ډاون پکې عملي شوی دی.

په امریکا کې د صحت پوهانو ویلي، هغه کسان چې په کرونا وایرسه یو ځل اخته شوي او بیا ښه شي نو تر یو کاله پورې بیا دې وایرسه ناورغه کېدی شي.

په امریکا کې د کرونا واېرسه د ۱۷۳۰۰۰ زیات کسان مړه شوي‌ دي چې په ګرده نړۍ کې تر ټولو زیاته شمیره ده.‌

د یونیورسټي‌ اف واشنګټن د انسټي ټیوټ اف هیلت د چارواکو د اټکل تر مخه دغه شمیره به د ستمبر لومړۍ نېټې پورې ۱ لک ۸۶ زره او د دسمبر لومړۍ نیټې پورې ۳ لکه ۹۰ زره ته سېوا کیدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG