لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان: د هند حکومت او د سوشل میډیا کمپنو ترمنځ تاوتریخوالی د رای ازادي د خطر سره مخامخ کولی شي


د هندوستان د ايي ټي وزیر روي شنکر پراساد او د نشریاتو وزیر پرکاش جاوېدکار د می په ۲۵ نېټه د سوشل میډیا دپاره نوي قوانین اعلان کړل
د هندوستان د ايي ټي وزیر روي شنکر پراساد او د نشریاتو وزیر پرکاش جاوېدکار د می په ۲۵ نېټه د سوشل میډیا دپاره نوي قوانین اعلان کړل

د هندوستان د نویو قوانینو په سر د وزیراعظم نرېندره مودي حکومت او د امریکايي کمپنۍ ټوېټر جګړه دوام لري او فعالان وايي د فریقېنو ترمنځ تاوتریخوالی د هندوستانیانو د رای د ازادۍ حق د خطر سره مخامخ کولی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د هندوستان نوي قوانین د انټرنېټ کمپنو دپاره موضوعات محدودوي، کمپنۍ به پابندې وي چې د حکومت احکامات ومني او کمپنۍ به د معلوماتو لومړۍ سرچینه څرګندوي او که چېرې د انټرنېټ کمپنۍ د دغو قوانینو پابندي نه کوي نو د کارکوونکو په ضد به یې اقدامات اخیستل کېږي.

فعالان وايي د مودي حکومت او د ټېکنالوجۍ کمپنو ترمنځ تاوتریخوالي په نتیجه کې د ولس د رای ازادي کمېدلی شي. ازادۍ حقلم

د انټرنېټ د ازادۍ دپاره کارکونکي ادارې سېنټر فار ډېموکرېسي اېنډ ټېکنالوجي سمیر جېن وايي د انټرنېټ کمپنو په اړه د هندوستان نوي قوانین د هندوستان جمهوریت کمزوری کوي. هغه وايی د نوي قوانینو دلاندې به حکومت د خبرونو او تفریحي پروګرامونو اجازت ورکوي چې له امله یې خبرونو او تفریحي پروګرامونو ته د خلکو رسايي کمېدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د هندي حکومت او د انټرنېټ د کمپنو د جګړې په منځ کې ټوېټر دی چې د نوو قوانینو د عملي کولو دپاره یې د حکومت نه درې میاشتې نېټه غوښتي ده. نوي قوانین د می په ۲۵ نېټه نافذ شوي دي.

د رپورټ ترمخه د می په ۲۴ نېټه پولیس په نوي دلي کې د ټوېټر دفتر ته یو نوټس ورکولو، دفتر بند و خو وروسته پولیس یو وډیو جاري کړو چې ښايي پولیس افسران ودانۍ ته ننوځي او د ټوېټر دفتر لټوي.

څو ورځې وروسته ټوېټر وویل په هندوستان کې نه یوازې د کاروکونکو بلکې د ټوېټر استعمالوونکو په اړه تشویش لري.

دا میاشت د هندوستان حکومت ټوېټر ته په يو خط کې وویل چې کمپنۍ ته د یو میاشت نېټه ورکوي. اېن پي ار رېډیو چې دغه خط یې لیدلی وايي په خط کې ټوېټر ته خبرداری ورکړی شوي چې که د نویو قوانینو پابندي یې و نکړه نو امریکايي کمپني به د نامعلومه نتېجو سره مخامخ شي.

د وي او ای رپورټ وايي د هندوستان حکومت دا خبره ردوي چې په انټرنېټ د بیان په ازادۍ قدغنونه په ځای کول غواړي.

د هندوستان د الېکټرانکس اېڼد انفارمېشن ټېکنالوجي وزارت په خپل بیان کې وویل په هندوستان کې د رای د ازادۍ تحفظ یوازې د ټوېټر په شان خارجي کمپنۍ استحقاق نه دی بلکې دا د "دنیا تر ټولو لوی جمهوریت او د دې د مضبوطو ادارو" ژمنه ده.

که یو خوا د حکومت په نوو قوانینو تنقید کېږي نو ځینې خلک د دغه قوانینو ته د ټېک کمپنو په رد عمل هم نیوکي کوي. قانون پوهه مشي چوهدري وايي د حکومت او د ټېک کمپنو ترمنځ په تاوتریخوالي کې صارفین د پامه غورځول شوي دي او هغوي د خپلو حقونو دپاره په بحث کې د برخه اخیستلو موقع نه ورکول کېږي.

د وي او ای رپورټ وايي د هندي حکومت او ټېک کمپنو ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي نه مخکې هم هندوستان د دنیا په هغو ملکونو کې شامل و چې ټوېټر ته بې د خپلې پاڼې نه د موادو لرې کولو تر ټولو زیات خواستونه کول.

رپورټ وايي د تېر کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې نه د ۲۰۲۰ د جون د لومړۍ نېټې پورې په شپږو میاشتو کې هندوستان په هغو پنځو ملکونو کې شامل و چې ټوېټر ته یې د مواد لرې کولو تر ټولو زیات خواستونه کړي وو.

د وي او ای رپورټ وايي د ټوېټر نه علاوه وټس اېپ هم د هندوستان د نویو قوانینو مخالفت کړي دی او د دې په ضد عدالت ته خپل خواست کې یې دغه قوانین د اجتماعي څارنې او د صارفینو د رازدارۍ خلاف ګام بللی.

ګاډرین ورځپاڼه وايي د هند د نوي قانون دلاندې به وټس اېب اېنګرېشن یا د رازدارۍ نظام ختموي او دا چې وټس اېپ به یقیني کوي چې د پېغام شریکونکو شناخت د ممکن کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG