لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د سوشل میډیا کمپنو ته ویلي د مقامي قوانینو پابندي دې کوي

د هندوستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر روي شنکر پراساد د زیارت، پنچشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل چې که چېرې سوشل میډیا د هغه په قول د جعلي خبرونو دپاره په غلطه توګه استعمالېږي نو حکومت به ګام اخلي
د هندوستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر روي شنکر پراساد د زیارت، پنچشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل چې که چېرې سوشل میډیا د هغه په قول د جعلي خبرونو دپاره په غلطه توګه استعمالېږي نو حکومت به ګام اخلي

په داسې مهال چې هندوستان د ټوېتر نه غوښتلي چې د سلګونو په تعداد کې اکاونټونه دې وتړي او په دې لړ کې د هندي حکومت او د ټوېټر ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوي نوي دلي په سوشل میډیا کمپنو غږ کړی چې د مقامي قوانینو احترام دې کوي.

د ټوېتر او د هندي حکومت ترمنځ د اکاونټونو په مسله ځینې څېړونکي وايي ممکنه ده چې بنیاد یې د سېنسرشپ بې ځایه استعمال وي.

د هندوستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر روي شنکر پراساد د زیارت، پنچشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل چې که چېرې سوشل میډیا د هغه په قول د جعلي خبرونو دپاره په غلطه توګه استعمالېږي نو حکومت به ګام اخلي.

د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر روي شنکر پراساد پارلېمنټ ته په خپلو خبرو کې وویل چې په کانګرس دحملې په وخت د سوشل میډیا کمپنۍ د پولیس سره ولاړې وې خو کله چې د کروندګرو د احتجاج په مهال په لال قلعه یرغل وشو نو "تاسو مختلف دریځ خپلوی."

روي شنکر وویل ټوېټر، فېس بک، وټېس اېپ، یو ټیوب او لنکډ اېن ازادي لري چې په هندوستان کې کاروبار وکړي خو دغه کمپنۍ به "د هندوستان په ایین به عمل کوي." د وي او ای رپورټ وايي د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د ټوېټر نه غوښتنه کړې چې د سلګونو په شمېره کې هغه اکاونټونه او پوسټونه دې لېرې کړي چې د حکومت په قول راپارونکي هېش ټېګ استعمالوي او په نوي دلي کې د کروندګرو د مظاهرې په اړه غلط معلومات خپروي. د کروندګرو په احتجاج کې د جنورۍ په ۲۶ نېټه تشدد راپارېدلی و.

د وي او ای رپورټ وايي ټوټېر د ځینې اکاونټونو په ضد اقدامات کړي خو د هندوستان غوښتنه یې په مکمله توګه نه ده منلې چې له امله یې هندي حکومت قهرجن دی.

د هندوستان د الېکټرانکس او انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت د چارواکو د ټوېټر مامورینو سره د خبرو وروسته د شورو په ورځ په یو بیان کې وویل چې ټوېتر یې وویل چې ټوېټر د ځينو اکاونټونه خلاف په نازړه او د ځنډ وروسته اقدامات کړي دي. هندي چارواکي وايي هره کاروباري اداره چې په هندوستان کې کاروبار کوي باید د هندوستان قانوني احکامات ومني.

د دې نه وړاندې ټوېټر ویلي وو چې د رای د ازادۍ د دفاع په اړه د خپلو اصولو سره سم یې د خبري ادارو، صحافیانو، فعالانو او د سیاستوالانو د اکاونټونه په ضد اقدامات نه دي کړي.

هندوستان په ټوېټر د امتیازي سلوک الزام لګولی او وايي چې تېره میاشت په واشنګټن کې د امریکې په کانګرس په ودانۍ د حملې وروسته یې یو شمېر اکاونټونه وتړل.

د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر روي شنکر پراساد پارلېمنټ ته په خپلو خبرو کې وویل چې په کانګرس دحملې په وخت د سوشل میډیا کمپنۍ د پولیس سره ولاړې وې خو کله چې د کروندګرو د احتجاج په مهال په لال قلعه یرغل وشو نو "تاسو مختلف دریځ خپلوی."

ښاغلي پراساد وویل "مونږ دې غبرګو معیارونو ته اجازت نشو ورکولی."

د وي او ای رپورټ وايي ناقدین تشویش څرګندوي چې د مخالفو غږونو په اړه د هندي حکومت زغم په کمېدو دی او د رای د ازادۍ په ضد ګامونه پورته کوی.

د امریکې په کانګریس احتجاج کوونکي
د امریکې په کانګریس احتجاج کوونکي

فعالان وايي دا هم نه ده معلومه چې ایا د ټوېټر اکاونټونو د لېرې کولو دپاره د حکومت غوښته د قانون سره سمون هم خوری او که نا ځکه چې په دغو احکاماتو کې د شفافیت فقدان دی.

د میډیا ماما نومې ډېجېټل کمپنۍ باني نکیل پهوا د ټوېټر نه علاوه دغه احکامات نور چا نه دي لیدلي نو ځکه پرې څوک دا تبصره نشي کولی چې ایا دغه احکامات جایز هم دي او که نا؟ پهوا وايي په څرګنده داسې ښکاري چې د ټوېټر نه د هندوستان غوښتنې د سېنسرشپ بې ځایه ګام دی.

پهوا د ټوېټر ستاینه وکړه چې د هندوستان غوښتنه یې په مکمله توګه نه ده منلې. "زه غواړم چې ډیرې کمپنۍ دې د خپلو صارفینو د وېنا په دفاع کې ودریږي او د داسې احکاماتو مزاحمت وکړي چې د دوی په نظر کې قانوني نه دي."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG