لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان ویلي د امریکا سره يې اړیکې مثبت اړخ ته روانې دي


د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د هندوستان د سفر وړاندې د هند د خارجه چارو وزارت ویلي، د امریکا سره د هندوستان اړیکې مثبت اړخ ته روانې دي.

ماېک پمپیو به د روانې میاشتې په ۲۵ د هند سفر کوي چرته چې به نوموړی د هندوستان سره د سټراټیجیکي همکارۍ سېوا کولو او د نریندرا مودې د انتخاباتو ګټلو وروسته د دواړه هیوادونو تر منځ د اړیکو یو نوي دور پیلولو هڅي کوي.

دغه سفر په یو داسې وخت کې کیږي چې د دواړه هیوادونو تر منځ تجارتي اړیکې د هغې وروستهتاوژنې شوې کله چې واشنګټن د هندوستان سره خپلې ځانګړې تجارتې اړیکې ختمې کړې.

د دغې په ځواب کې هندوستان په ۲۸ امریکايايي مصنوعاتو لوړ ټیکسونه ولږول.

د هندوستان خارجه وزارت د ماېک پمپیو د سفر وړاندې دغه اقتصادي تاو تریخوالی کم بللی خو د وزارت ویاند رویش کمار تیره ورځ ویلي چې د تجارت په اړه روانو خبرو اترو ترڅنګ د دواړه هیوادونو تر منځه تجارت ۱۵۰ بیلینه ډالره ته سېوا شوی.

نوموړي ویلي ٫٫ د پمپیو دغه سفر مونږ په ټولو لانجو د خبرو اترو یوه موقعه ګڼو.٬٬

د امریکا دخارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو په دغه سفر کې به د امریکا لخوا اېچ۱ بي ویزو هم بحث کیږي. اېچ ۱ بي هغه امریکايي ویزي دي چې د نورو هیوادونو نه راتلونکی کارکونکو ته ورکول کیږي.

واشنګټن هغه میډیايي رپورټونه رد کړي چې ګنې د صدر ټرمپ انتظامیه غواړي د هندوستان نه په دغه ویزو راتلونکي خلکو شمیره کمه کړي. خو د ویزو دغه مسله د دواړه هیوادونو تر منځه د هغې وخت راهسې پيدا شوې د کله نه چې د صدر ټرمپ انتظاميې اعلان کړی چې د ویزو په دغه پروګرام به نوره سختي لګوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG