لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وټس اېپ وايي د هندوستان نوي قوانين د اېپ د استعمالوونکو د رازدارۍ خلاف دي


د حزب اختلاف کانګرس پارټۍ ترجمان ابهیشک مانو سنګوي د سوشل میډیا دپاره نوي قوانین د رای د ازادۍ او د تخلیق دپاره د هغه په وېنا انتهايی خطرناک دي او وايي دغه قوانین نافذ کول به ډیر احتیاط غواړي

وټس اېپ د هندوستان حکومت د دې قانون خلاف مقدمه شروع کړې ده چې دلاندې په وټس اېپ د پېغامونو څارنه کېدلی شي. وټس اېپ وايي نوی قانون د اېپ استعمالوونکو د رازدارۍ د حق خلاف ورزي ده.

د وي او ای رپورټ وايي وېټس اېپ د شورو، چهار شنبې، په ورځ خپله مقدم عدالت ته په داسې حال کې وړې ده چې هندوستان د سوشل میډیا او د ټېکنالوجۍ د کمپنو د زیات احتساب دپاره یو شمېر نوي قوانین پرځای کړي‌ دي.

د وي او ای رپورټ وايي نوي یو قانون دلاندې به د سوشل میډیا پلېټ فارم د دې پابند وي چې چارواکو په غوښتنه د هغه تن شناخت څرګند کړي چې معلومات یې په لومړي ځل شریک کړي وي.

وټس اېپ غواړي دغه قانون دې ختم کړی شي او دریځ لري چې دا د شهریانو د رازدارۍ د حق خلاف ورزي ده.

د وټس اېپ د مقدمې درج کېدو ورسته د هندوستان حکومت په یو بیان کې وویل د شهریانو د رازدارۍ د حق احترام کوي خو د رازدارۍ تر‌څنګ یو بنیادي حق هم د مناسب قدغنونو نه استثنا نه لري.

د الېکټرانکس اېنډ انفارمېشن ټېکنالوجي د وزارت په دغه بیان کې وویل شو چې په سوشل میډیا د معلوماتو د شروع کوونکي شناخت د ظاهرولو ضرورت به یوازې د سنګینو جرمو د مخنيوي، تحقیقاتو او یا د سزا په وخت وي.

وټس اېپ په هندوستان کې ۴۰ مېلین صارفین لري او وايي د استعمالوونکو د شخصي پېغامونو د رازدارۍ تحفظ به کوي. وټس اېپ په خپله وېب پاڼه په یو بلاګ کې وویل چې کله یو حکومت دا خبره غوره کړي چې د معلوماتو د شروع کوونکو په به اړه معلومات ترلاسه کوي په اصل کې په نوي شکل کې په پراخه کچه د څارنې اجازت ورکوي.

په نوي دلي کې د ټېکنالوجۍ ماهرین د وټس اېپ مقدمه هم ګام بولي.

د میډیا ماما نومې د ټېکنالوجۍ نشریاتي کمپنۍ نیخل پهوا وايي د وټس اېپ مقدمه نه یوازې په هندوستان بلکې په نړیواله کچه مضمرات لري. هغه وویل په عدالت کې به اوس دا بحث کېږي چې ایا د ټېکنالوجۍ کمپنۍ د قانون نافذ کوونکو ادارو معلوماتو ته رسايي دپاره د قانوني غوښتنو مخه په دې دریځ نیولی شي چې دوی د صارفینو د رازدارۍ تحفظ کوي.

پهوا وویل په بنیادي توګه اکثر حکومتونه نه غواړي د سوشل میډیا پلېټ فارمونو دې څارنه و نکړی شي او په دې دې پیغامونه په "اېنکرېپټېډ" یا په خفیه ډول شریک کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د سوشل میډیا کمپنو او پلېټ فارمونو په اړه په پراخه کچه نوي قوانین د فېبرورۍ په میاشت کې اعلان کړل چې حکومت ته دا اختیار ورکوي چې غېرقانوني ګڼل کېږي او یا غلط معلومات خپروي.

د دغه قانونو ترمخه په هندوستان کې د ټېکنالوجۍ کمپنو کارکونکي که چېرې د حکومت غوښتنو پابندي ونکړي نو په ضد به یې ګامونه اخیستل کېږي. د وي او ای رپورټ وايي په داسې حال کې چې خلک په انټرنېټ د خپلو رایو څرګندونه په ازاده ډول کولی شي او حکومت په انټرنېټ د مواد په شریکولو قابو موندل غواړي، د سوشل میډیا کمپنۍ د سخت چاپیریال سره مخامخ کیږي.

د حزب اختلاف کانګرس پارټۍ ترجمان ابهیشک مانو سنګوي د سوشل میډیا دپاره نوي قوانین د رای د ازادۍ او د تخلیق دپاره د هغه په وېنا انتهايی خطرناک دي او وايي دغه قوانین نافذ کول به ډیر احتیاط غواړي.

ناقدین وايي حکومت د تنقید مخه نیول غواړي او د حکومت هغو خواستونو ته پام ګرځوي چې ټوېټر ته یې د موادو لېرې کولو دپاره کړي چې زیاتره پکې د کرونا وایرس په لړ کې د هندي حکومت په اقداماتو نیوکې شوې وې.

حکومت ویلي دغه پېغامونو په ولس کې ورخطايي پېدا کولی شو او غلط معلومات پکې وو. د ګل، دوشنبې، په ورځ پولیس په نوي دلي کې د ټوېټر دفتر ته ورغلي وو او کمپنۍ ته یې د ځینو ټویټونو په اړه نوټس ورکړو چې پکې ځیني حکومتي مامورین ټېګ کړي شوي وو. دغه ټویټس "مېنېپولېټېډ میډیا" یا د اثر دلاندې میډیا بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG