د بالي ووډ اداکار سوشانت سینګ راجپوت په ممبۍ کې په خپل کور کې خودکشي یا ځان وژنه کړې.
د هندي رسنیو د رپوتونو تر مخه د ممبۍ پولیسو ویلي چې 34 کلن سوشانت سینګ د اتوار - یکشنبې په سهار د ممبۍ په بندرا سیمه کې په خپل کور کې دننه مړموندل شوی دی.
د پولیسو د وینا ترمخه سوشانت سینګ ځان د چهت پهکي پسې تیزندي کړی. د سوشانت سینګ ویاند د دغه خبر پخلی کړی دی.
' چھچھورے ' د هغه وروستی فلم و چې په 2019 کال کې خپور شوی. دغه فلم کامیاب شوی ؤ او ښه پیسې یې هم ګتلی وی.
په فلمونو کې د اداکاری- ایکټنګنه علاوه هغه په ټیلي ویژن د پروګرامونو د کوربه توب لپاره هم مشهور وو.
هغه په 2012 کال کې په فلمونو کې کار کول پیل کړې ؤ. 'کائی پوچی ' د هغه لومړی فلم و چې په2014 کال کې خپور شو، خو د هغه مشهورتیا وجه د هند کرکټ ټیم پخواني کپتان مهېندر سېنګ دهوني په ژوند جوړ فلم 'ایم ایس دهوني: دی ان فولڈڈ جرنی ' دی. په دغه فلم کې سوشانت د دهوني رول لوبولی ؤ.
په پاکستان کې د هغه د شهرت لامل 'پي کې' فلم کې د سرفراز له رول څخه و.
د تیر اپریل په میاشت کې د بالیوډ د فلمي نړۍ د دوو وتلې اداکارانو راشي کپور او عرفان خان د مرګ وروسته اوس د هندي فلمونو مینه وال د سوشانت راجپوت په مرګ ماتم کوي.