لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند او چین په یو بل د پولې د سرغړونو تورونه لګولي


هند او چین په یو بل تورونه لګولي چې د دوی ترمنخ د ګډې پولې یې سرغړونه کړې ده . دا هغه سیمه ده چې دې اونۍ د دوو ایټمي وسلې لرونکې هیوادونو ترمنځ په نیمه پیړۍ کې ترټولو خونړۍ نښته ورکې رامینځته شوې ده.

د خالي- شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان هندي ځواکونه د همالیا په سیمه کې په "قصدي اشتعال" تورن کړي دي.


ژاو ليجیان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ګلوان دره د چین د کرښې په اوږدو کې پرته ده او هند د اپرېل راهیسې په سیمه کې په یو اړخیز ډول سړکونه ، پلونه او نور ځایونه پکې جوړ کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې چین اوس د ګلوان درې ټوله برخه کنټرولوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خالي په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې هیڅ هندي عسکر اوس د چین په بند کې نه دی.

د چین اؤ هند ترمنځ په پوله د نښتو وروسته چین د زیارت په شپه د هند نیول شوي پوځیان خوشي کړي وو.

د چین اؤ هند د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ټيلیفوني تماس کې په پوله د وضعیت په ارامه کولو اتفاق کړی ؤ.

بلخوا هند په ختیځ لداخ سیمه کې د چین سره د تاوتریخوالي په نظر کې نیولو سره جنګي الوتکې ، هیلي کاپٹرې او نور پوځي سامان چین ته څېرمه هوايي اډو ته استولي دي.

د هندي خبري سرچینو په وینا اضافي جنګي بېړۍ هم خلیج بنګال ته استول شوې دي.

د ګل په ورځ د چین او هند ترمنځ نښتو کې په ختیځ لداخ کې د ګلوان په دره کې 20 هندي عسکر وژل شوي وو. په پوله کې تاوتریخوالی لاهم دوام لري سره له دې چې دواړه هیوادونه د نښتو وروسته تاوتریخوالي د کمولو اتفاق کړی وو.

د رپوټونو تر مخه اپاچي جنګي هیلي کاپٹرې هم د چین پولې ته څېرمه هوايي اډو ته استول شوې دي. دا هیلي کاپٹرې د هوا نه ځمکې ته میزایل او راکټونه د ویشتلو توان لري.

د هندي ځواکونو یوه جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي چې چین په لداخ کې زموږ د20 سرتیرو په وژلو سره د 'سرې کرښی' تیر شوی دی، اوله همدې کبله هندوستان به اوس هر ډول پارونکي ګام ته مکمل ځواب ورکوي.

د هند وزیر اعظم نریندرا مودي هم په یو بیان کې ویلي وو چې د دوی پوځ به د چین لخوا هر ډول پارونکي ګام ځواب ورکوي.

هندي چارواکي ادعا کوي چې چین لاهم په ختیځ لداخ کې خپل پوځي توان زیاتوي او د واقعي کنټرول لاین(ایل اې سي) کې نوې پوځي مورچې جوړوي.

د یادونی وړ ده چې مودي حکومت د پوځ د یوه افسر په ګډون د هندي عسکرو د مرګ وروسته له سختو نیوکو سره مخ دی. په هند کې د اپوزیشن ګوندونه غوښتنه کوي چې په لداخ کې د پیښې واقعیتونه باید روښانه شي.

د چین او هند دواړو هیوادونو تر منځ د 3500 کیلومیټره اوږده پوله تر اوسه په مستقل توګه نه ده ټاکل شوې. دواړه هېوادونه د سرحد د ټاکلو په اړه بیلابیل نظرونه لري. په1962 کال کېد سرحدي شخړې په اړه د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG